د افغان کډوالو اېستل؛ د تهران ښاروالۍ د کارګرانو له سخت کمښت سره مخامخ ده

پرون

له ایرانه د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستلو پر دوام ایراني چارواکي وايي، چې د دغه هېواد تولیدي کارخونې او د ښار کاري بنسټونه د کارګرانو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د تهران د ښاري شورا غړي ناصر اماني ویلي، چې د افغان کډوالو تر اخراج وروسته د ښار په ښاروالۍ کې کاري ځواک شاوخوا ۸۰ سلنه کم شوی دی. هغه خبرداری ورکړی، چې دغه وضعیت د ښاروالۍ لپاره یوه جدي ستونزه جوړه کړې ده.

نوموړي د بېلګې په توګه ویلي، چې د تهران په یوه مرکزي سیمه کې د ښاروالۍ کارګرانو شمېر د تېر کال پرتله له ۱۳۵ څخه اوس ۳۵ ته راټیټ شوی دی. د ده په خبره؛ له دې ډلې یوازې پنځه ایرانیان او پاتې نور ټول بهرنيان او ډیری یې افغان کډوال دي.

ایراني چارواکي همداراز خبرداری ورکړی، که د کډوالو د اېستلو بهیر همداسې دوام وکړي؛ نو پاتې څو کسان به هم خپلې دندې له لاسه ورکړي او وضعیت به لا پسې ناوړه شي.

د ښاروالۍ سربېره، په ایران کې د چرم او بوټانو صنعت هم اغېزمن شوی دی. د تهران د چرم او بوټانو پلورونکو ټولنې مشر سعید حیاتي ویلي، چې په دغه سکټور کې تر ۵۰ سلنې ډېر کارګران افغان کډوال وو؛ خو دا مهال د کاري ځواک تر وتلو وروسته دغه صنعت له رکود سره مخ شوی او ډېری تولیدي کارخونې تړل شوې دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د افغان کارګرانو لپاره د بدیل نشتوالي نه یوازې د چرم صنعت؛ بلکې نور اقتصادي سکټورونه هم له ناورین سره مخ کړي او دغه وضعیت کولای شي د خلکو ورځني ژوند او د دغه هېواد اقتصاد ته زیان ورسوي.

تر دې مخکې هم یو شمېر ایراني تولیدوونکو او د کارخونو مالکانو د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته په ایران کې د تولید ماهرو کارګرانو د کمښت په اړه شکایتونه کړي وو.

نور خبرونه

رادیو