پرون د پنځو ولایتونو له لارې ۱۹۱۴ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي

پرون

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسیده ګي عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو د ورځني کاري راپور له مخې، پرون ۱۹۱۴ کورنۍ چې شمېر یې ۱۵۶۰۱ تنه کیږي، هېواد ته ستنې شوې دي.

یاد کمېسیون وایي چې د سې شنبې په ورځ د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۴ کورنۍ، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۵۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۴۷، د پکتيکا د انګور اډې له لارې پنځه او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۴۵۶کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.

دغه راز ۱۰۶ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او ۱۷۱۰ کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو