ایران: قانوني افغان کډوالو ته د اربعین زیارت د سفر اجازه ورکول کیږي

۲۲ ساعتونه مخکې

د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیت او قانون پلي کولو مرستیال مجید پورجمشیدیان ویلي، چې په ایران کې مېشتو قانوني افغان کډوالو ته د ایرانیانو په څېر د اربعین زیارت په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکوي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ایران د اربعین مرکزي کمیټې په غونډه کې ویلي، چې د اربعین زیارت لپاره یوازې هغو افغان کډوالو ته عراق ته د سفر کولو اجازه ورکوي، چې په ایران کې د اوسېدو قانوني سند ولري.

نوموړي زیاته کړه:«قانوني کډوال په ځانګړي ډول زموږ افغان ورونه کولای شي د ایرانیانو په څېر د اربعین زیارت وکړي، خو باید د قوانینو پابندي وکړي. موږ به غیرقانوني کسانو ته هېڅ ډول خدمات وړاندې نه کړو.»

نوموړي ویلي، چې د ځمکي او هوا له لارې د اربعین زیارت کوونکو د سفر لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي.

پورجمشیدیان ویلي:« هغه کسان چې د هوا له لارې سرحدي ښارونو لکه ابادان او اهواز ته ځي، باید د بهرنیو چارو وزارت، استخباراتو ادارې، د کورنیو چارو وزارت د کډوالو ادارې دفتر، د پولیسو قوماندانۍ او د اربعین مرکزي کمیټې له لوري ټاکل شوي اصول تعقیب کړي.»

په ورته مهال د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیت او قانون پلي کولو مرستیال مجید پورجمشیدیان د ایران مرکزي بانک ته سپارښتنه کړې، چې د اربعین زیارت کوونکو د نوملیکنې بهیر کې د خنډونو مخنیوي لپاره د بهرنۍ کرنسۍ په برابرولو کې له مراجعانو سره همکاري وکړي.

نور خبرونه

رادیو