د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې مياشتې ټولنه وایي، چې په تېر یوه کال کې یې له ۴،۶ میلیونه کسانو سره بشري مرستې کړې دي. دغه مرستې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ویش، نغدي مرستې، روغتیایي خدماتو، سرپناه او د څښاک پاکو اوبو د تامین په برخه کې شوې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن د چهارشنبې په ورځ د دغې ډلې د ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې یادې مرستې له۳۳۵،۴۴۲ کسانو سره ترسره شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې تېر کال په ټول هېواد کې د سرې میاشتې ټولنې له خوا څه باندې درې ميليونه ۸۰۰زره هېوادوالو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي او دغه راز پر څه باندې ۲۶۶زره ميندو او ماشومانو بېلابېل واکسينونه تطبيق شوي.
د یادې ټولنې مسوولانو وویل چې د طبیعي پېښو له امله ۵۱۱۳۵۳ زیانمنو او اړو کسانو ته خوراکي او غیر خوراکي او نغدي مرستې برابرې شوې چې د ورکړل شویو نغدي مرستو ټولیز ارزښت څه باندې ۳۱۹ میلیونه افغانیو ته رسیږي.
دوی زیاتوي چې د هرات په ګلران ولسوالۍ کې۲۸۸ زلزله ځپلو کورنیو ته د څه باندې ۱،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د استوګنې کورونه جوړ شوي دي.
همدا راز دغه دغو طالب مسوولینو دا هم وویل چې په اتو حمایتي مرکزونو کې ۳۶۹۶۲ یتیمانو، کونډو، معلولینو، بې سرپرستو او اړو کورنیو ته مالي مرستې شوې دي.
دوی دا هم زیاته کړه، چې د رواني ناروغیو د درملنې په ۶ مرکزونو کې ۲۳۸۳ رواني ناروغانو ته مراقبتي او د درملنې خدمتونه وړاندې شوي، چې له دې ډلې ۲۸۸ کسان بیرته عادي ژوند ته ستانه شوي دي.
له افغانستان سره بشري مرستې په غوڅ ډول د بهرنیو موسساتو او هېوادونو له خوا کیږي.