تاجکستان: له افغانستان سره په پوله تر ۱.۶ ټنه ډېر نشه‌يي توکي نیول شوي

پرون

د تاجکستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان سره پر ګډې پولې تر یو ټن او ۶۹۲ کیلوګرامه ډېر نشه‌يي توکي کشف او ضبط شوي دي.

د تاجکستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس ظفر صمد تېره ورځ سې‌شنبه (د زمري ۷مه) په یوې خبري ناسته کې زیاته کړې، چې دغه توکي د تاجکستان په کچه د ټولو نیول شویو نشه‌یي توکو شاوخوا ۵۴ سلنه برخه جوړوي.

د نوموړې ادارې د چارواکو په وینا؛ د افغانستان له پولو نه د قاچاقو د کچې زیاتوالی د دواړو هېوادونو د امنیتي ادارو ترمنځ جدي همکارۍ او د پولو د کنټرول په برخه کې د نړۍوالې ټولنې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.

ویل کېږي، چې سازمان‌ شوې او د نشه‌یي توکو قاچاق‌ کوونکې ډلې هڅه کوي چې د دغو توکو د قاچاق لپاره د سرحدونو له ناوړه وضعیت څخه ګټه پورته کړي.

چارواکي ټینګار کوي، چې له افغانستان سره په پوله کې د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوی د تاجکستان امنیتي لومړیتوب دی او په وینا یې؛ په دې برخه کې د څارنې عملیات ګړندي شوي دي.

نور خبرونه

رادیو