افغان اېواک ډله: د کډوالو په تړاو د ولسمشر ټرمپ د ژمنې هرکلی کوو

۱۵ ساعتونه مخکې

د «افغان اېواک» په نوم امریکا ته د افغانانو د لېږد بنسټ وایي، چې د ولسمشر ټرمپ د هغه ژمنې هر کلی کوي چې ویلې یې دي، متحده ایالات د هغو افغان همکارانو د ساتنې مسوولیت لري چې د دوو لسیزو جګړې پر مهال د امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ وو.

د دغه ډلې مشر شان ون ډایور په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: «مونږ د ولسمشر ټرمپ د هغه څرګندونو سره موافق یو چې غواړي د امریکا د خلکو امنیت خوندي کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې ۹۰ سلنه افغانان چې مونږ دلته راوستي په امن کې دي.»

په اعلامیه کې راغلي، مونږ له ولسمشر ټرمپ څخه غواړو چې د هر هغه افغان لپاره چې د متحده ایالاتو حکومت له خوا دلته ځای پر ځای شوی وي، هغه که له وړاندې راغلی وي او که اوس د راتګ په حال کې وي، باید د قانوني پروسې درناوی یې وشي.

اعلامیه زیاتوي: «ډونالډ ټرمپ باید دا ژمنه هغو ۱۵۰۰ تنو افغانانو ته وغځوي چې اوسمهال په دوحه کې په ناڅرګند حالت کې پراته دي، دا هغه خلک دي چې د امریکا حکومت هلته لېږدولي چې له نیمایي څخه ډېر یې مېرمنې او ماشومان دي، د دوی د دوامداره ناڅرګنده برخلیک نه یوازې د پالیسیو ناکامي ده، بلکې اخلاقي ناکامي هم ده.»

دغه بنسټ له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي، ټول هغه افغانان چې په قانوني ډول په متحده ایالاتو کې شتون لري، د بشري پیرول یا نورو لارو خوندي کړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې دوي په سیاسي هڅونو کې د پلي کېدونکو اقداماتو کې ښکېل نه دي.

افغان اېواک په ټرمپ غږ کړی، چې د ټولو پاتې کورنیو د بیا یو ځای کېدو قضیې سمدستي او ساده پروسس کولو ته ژمن اوسي، چې د اټکل له مخې تر ۱۵۰۰۰ پورې رسېږي، دا قضیې د هغو افغانانو مېرمنې، ماشومان او د کورنۍ نور غړي دي چې د متحده ایالاتونو ترڅنګ یې خدمت کړی.

شان ون ډایور زیاتوي: «ولسمشر ټرمپ دا فرصت لري چې وښیي امریکا هغه وخت تر ټولو پیاوړې ده، کله چې مونږ خپلې ژمنې پوره کړو او ډاډ ترلاسه کړو، چې زمونږ د خدماتو غړي په راتلونکو جګړو کې بریالي کېدای شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې څه ورځې وړاندې د ځینو اندېښنو له امله ډونالډ ټرمپ پر خپلو ټولنیزو رسنیو ولیکل: «له همدا اوس څخه زه هڅه کوم هغه افغانان وژغورم چې له امریکا سره یې کار کړی او دا مهال په متحده عربي اماراتو کې افغانستان ته د لېږلو ګواښ سره مخ دي.»

نور خبرونه

رادیو