په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې دغه ولایت ته د طالبانو له والي سره په کتنه کې د عامې روغتیا ریاست د لابراتوار له څانګې سره د ۷ میلیونه يورو مرسته وکړه.
مېرمن بوسکوویچ پوهار همداراز ژمنه وکړه، چې د همدې برخې د پیاوړتیا لپاره به په نږدې راتلونکي کې همدومره نورې مرستې هم وکړي.
نوموړې د بې ځایه شویو او له نورو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو ستونزو ته په اشارې سره وویل، اروپایي ټولنه به د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو او هغوی ته د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې همداراز په ډاګه کړه، چې د کډوالو موضوع یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره هم مهمه ده او د اروپایي ټولنې د مرستو تمرکز به همداسې دوام ومومي.
د خوست ولایت د خبرپاڼې له مخې، د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي په دې کتنه کې وویل، د افغانستان خلک د کلونو جګړو له امله سخت ځپل شوي او اوس په پراخه کچه بشري مرستو ته اړتیا لري.