د ملګرو ملتونو کارپوهانوخبرداری ورکړی چې بهرني ترهګر په زیاتېدونکي ډول افغانستان او مرکزي اسیا ته راګرځي.
دغو کارپوهانو ویلي، چې وسله وال د انټرنېټ له لارې ګڼ شمېر افراطي کسان جذبوي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو خپل تازه رپوټ د چارشنبې ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړ. دوی د بهرنیو ترهګرو د راستنېدو هدف د سیمې د امنیت کمزوري کول وبلل.
کارپوهانو امریکا او اروپا ته دداعش د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې څو وروستي ترهګریز پلانونه ډېری د غزې او اسراییل د جګړې له اغېزو شوي دي.
کارپوهانو د نیو اورلیان د جنورۍ د لومړۍ پېښې یادونه وکړه، چې یوه امریکایي د داعش ملاتړ اعلان کړ او پر یوه غونډه یې برید وکړ، چې ۱۴ کسان یې ووژل.
دا له۲۰۱۶ کال راهیسې په امریکا کې تر ټولو مرګونی برید ګڼل شوی چې القاعده او داعش ته نسبت ورکول شوی دی.
کارپوهانو زیاته کړې چې امریکایي چارواکو یو پلان هم شنډ کړی چې له داعش نه په الهام اخیستو سره په میشیګان کې د یوې نظامي اډې پر ضد د ډله ییزو ډزو پلان و.
امریکایي چارواکو څو ځله خبرداری ورکړی چې افغانستان د داعش لپاره یو خوندي پناه ځای دی او دا د امریکا د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
افراطي ډلې ډېره برخه پیسې د نغدو او غیر رسمي حوالو د سیستمونو له لارې انتقالوي.
کارپوهانو وویل چې داعش په زیاتېدونکي ډول د پیسو د انتقال لپاره له ښځو کار اخلي.
کارپوهانو دا هم ویلي، چې داعش- خراسان «د اروپا او امریکا پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دی».