د افغان خبریالانو مرکز: څلور خبریالان د طالبانو له زندانه راخوشې شول

۱۸ ساعتونه مخکې

د افغان خبریالانو مرکز وایي، چې د ځوانانو راډيو مرستیال اسلام ګل توتاخېل او د بېګم راډيو خبريال احمدضيا امان یار له شپږ میاشتني او په کابل کې د رسنيزې متحوا توليدونکي شرکت پيکسل کاروونکي احمد نوید اصغري او مشتاق احمد حليمي له دوو اونيو بند وروسته ازاد شول.

د افغان خبریالانو مرکز د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۹مه) په يوه خبرپاڼه کې د خبريالانو او رسنيو د کارکوونکو پر ازادېدو خوښي ښودلې او زياته کړې یې ده: « د دوی ازادي باید له پیله نه وای سلب شوې.»

دغه مرکز د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې طالبانو د ځوانانو راډيو مرستیال او د بیګم راډيو خبريال او ويډيو ایديټر د منفي تبلغاتو په تور په شپږ مياشتني بند محکوم کړي وه.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخي، توتاخيل شپږ مياشتي د طالبانو د استختبارتو ۴۰ ریاست کې او امان یار ۴ مياشتي په دغه ریاست او دوه میاشتي يې په پلچرخي زندان کې تېر کړې.

د خبریالانو مرکز زياته کړې، چې طالبانو د بیګم راډيو مسول د «د ګڼو سرغړونو او یوه بهرني ټلویزیون ته د خپرونو د تولید» په تور نیول وو.

د خبریالانو دغه مرکز له طالبانو غوښتنه کړې، چې د خبریالانو او رسنيو اساسي حقونو ته درناوی وکړي او له خپلو زندانو څخه نیول شوي خبریالان ازاد کړي.

د افغان خبریالانو مرکز وایي، چې دا مهال ۱۱ نور خبریالان او د رسنيو کارکوونکي لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي.

نور خبرونه

رادیو