ملګري ملتونه: طالبانو په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته خوندي پټنځایونه برابر کړی

پرون

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې طالبانو د واک تر بشپړ نیولو وروسته په افغانستان کې څو نړیوالو ترهګرو ډلو ته د فعالیت لپاره خوندي او ارامه فضا برابره کړې ده.

دغه راپور چې د ملګرو ملتونو د څېړنې او څارنې ډلې لخوا چمتو شوی د چهارشنبې په ورځد امنیت شورا ته وړاندې شو، د داعش، القاعده او نورو ترهګرو ډلو د وضعیت شپږ ویشتمه ارزونه ده.

په راپور کې راغلي چې که څه هم طالبان ادعا کوي چې له ترهګرو ډلو سره یې اړیکې پرې کړي، خو عملي توګه یې دغو ډلو لکه داعش، القاعده، د پاکستاني طالبانو تحریک، د ترکستان ختیځ اسلامي غورځنګ، اسلامي ترکستان ګوند، تاجکستان انصارالله ډلې او نورو سخت دریځو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې دغه ډلې په شمالي او ختيځو سیمو کې مېشت دي، او نه یوازې د بهرنیو جنګیالیو جلب جذب کوي، بلکې د روزنې، استخدام او د افغانستان له پولو بهر د بریدونو په پلان جوړولو هم بوختې دي.

داعش خراسان چې په راپور کې د تر ټولو فعاله او ګواښمنې سیمه ییزې څانګې په توګه یاده شوې، د اروپا او امریکا لپاره جدي ترهګریز ګواښ ګڼل کېږي. دغه ډله په افغانستان کې شاوخوا دوه زره جنګیالي لري او د انټرنیټ له لارې د مرکزي اسیا، شمالي روسیې او منځني ختیځ هېوادونو نه د غړو د جذب هڅې کوي.

راپور زیاتوي چې داعش په افغانستان کې ماشومانو ته د دیني مدرسو له لارې روزنه ورکوي او له دوی څخه د ځانمرګو بریدونو لپاره کار اخلي، چې ډیری یې له ۱۴ کلونو کم عمر لري.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د سوریې جنګیالي اوس افغانستان ته راستنیږي، چې دا به په ځانګړې توګه په مرکزي اسیا کې لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان کې ګواښونه زیات کړي.

یاده شوی چې ځینې جنګیالي د خپلو میرمنو او کورنیو ښځو له لارې له پولو د تېرېدو لپاره اړیکې جوړوي، او د هګریزو ډلو تر منځ اړیکې لا هم شته.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې طالبان نه یوازې د دغو ډلو د کنټرول هڅه نه کوي، بلکې ځینې وختونه ورسره تاکتیکي همکاري هم کوي. د راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې تحریک طالبان پاکستان له افغانستان نه د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

همدارنګه القاعده که څه هم سختې ضربې لیدلې، خو بیا یې هم د طالبانو سره خپل روزنیز او همغږي فعالیتونه روان ساتلي دي.

د راپور په پای کې ویل شوي چې د نړۍ د ټولنې اندېښنې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د راتلونکې په اړه زیاتې شوې، ځکه دا هېواد اوس د نړیوالو ترهګرو لپاره یو خوندي پناه ځای ګرځېدلی دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو د لا زیات فشارونو له لارې د افغانستان د ترهګرو لپاره د خوندي ځای بدلون مخنیوی وکړي او دا ګواښ له سیمې بهر خپور نشي.

نور خبرونه

رادیو