د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه پاډکاسټ کې ویلي، چې افغانستان باید هېڅکله د سیمهییزو یا نړۍوالو جګړو ډګر ونه ګرځي او د هېواد د پرمختګ لپاره اړینه ده، چې بې طرفي خپله شي، بنسټونه پیاوړي شي او د یوه ملي تفاهم پر بنسټ د ۲۰۴۷ کال لپاره واضیح نقشه جوړه شي.
په دې پاډکاسټ کې چې د افغانستان د هوايي سکټور پر وضعیت تمرکز شوی، غني ویلي چې د جمهوري نظام پر مهال د هوايي ټرانسپورټ، کورېډورونو او نړۍوالو اړیکو په برخه کې ارزښتناک کار شوی و او دا تاسیسات کولای شي، د افغانستان راتلونکي ته یو ځانګړی شکل ورکړي.
هغه زیاته کړې: «افغانستان نن داسې بنسټونه لري، چې کولای شي د معاصر افغانستان تر درې سوه کلنۍ، یعنې ۲۰۴۷ کال، پورې د پرمختګ قوي اساس جوړ کړي.»
غني یادونه کړې، چې د «اریانا افغان» هوایي شرکت زوال یو خبرداری دی، چې د رهبرۍ، مدیریت او ثبات نشتون څومره مهم اغېز کولی شي.
نوموړي وویل، سره له دې چې ستونزې شته، خو لا هم داسې بنسټیز ظرفیتونه شته چې د هوایي ټرانسپورټ، نړۍوالې سوداګرۍ او سیمهییز اتصال لپاره کار ترې واخیستل شي.
ډاکټر غني وویل: «موږ د هوايي کوریډورونو، باروړونکو الوتنو، او نړیوالو مارکېټونو سره د نښلولو برخو کې سترې لاستهراوړنې لرلې. دا تاسیسات باید له منځه ولاړ نه شي، بلکې د سولې، ثبات او اقتصاد د بیا ودانۍ لپاره ترې استفاده وشي.»
اشرف غني پر دې هم ټینګار وکړ، چې افغانستان باید د بهرنیو قدرتونو د سیالیو قرباني نه شي او یوه واضیحه او دایمي بې طرفي خپله کړي.
نوموړي وویل: «افغانستان د څلوېښتو کلونو جګړو زخمونه لري. دایمي بې طرفي چې د نړۍوالو ژمنو پر بنسټ ولاړه وي، موږ ته دا فرصت راکوي، چې بېرته د ثبات پر لور ګام واخلو او ملت ته هیلې ورکړو.»
غني دا هم څرګنده کړه، چې راتلونکې لسیزه د نړۍوالو بدلونونو له پلوه تر ټولو مهمه ده او که افغانستان دې بدلونونو ته ځان چمتو نه کړي، نو بېرته به شاته پاتې شي.
هغه وویل: «راتلونکې لسیزه د معلوماتي ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا او انرژۍ په برخو کې د نړۍ تر ټولو انقلابي دوره ده. که موږ پر همدې ځای ودریږو، دا د بربادۍ پیلامه ده. موږ باید د ۲۰۴۷ کال لپاره واضیح ملي نقشه، اجماع او همغږي ولرو.»
غني وړاندیز وکړ، چې یوه پراخه ملي اجماع، د پالیسي جوړونې بنسټونه، نړۍوالو اړیکو بیا رغونه او د کورني ظرفیت تقویه باید د هېواد د پرمختګ اصلي تګلاره شي.
د خبرو په پای کې ډاکټر اشرف غني له تاریخي تجربو عبرت اخیستلو ته اشاره کړې او ویې ویل: «که موږ له تېرو عبرت وانخلو، نو بیا به د ۱۹مې پېړۍ په څېر یوازې پاتې شو – یو تجزیه شوی، شاته پاتې، او د نورو له خوا کنټرولېدونکی افغانستان به مو برخلیک وي.»