د افغانستان په سویلي ولایتونو کې زرګونه ځوانان د قطر د کاري فرصتونو په نوم لیکنه کې برخه اخلي؛ خو د نوم لیکنې تر شا د مالي شفافیت نشتوالي، د طالبانو له خوا د پیسو اخیستل او خپلو نږدې کسانو ته لومړیتوب ورکول دا پروسه له سختو نیوکو سره مخ کړې ده.
د دغه پروسې څخه کندهار، زابل، ارزګان او هلمند ته د ۴۷۵ کارګرو سهمیه ورکړل شوی.
په کندهار کې طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د سه شنبې ورځې راپدې خوا قطر ته د کارګرو د لېږد لپاره نوم لیکنه پیل شوې؛ خو یوازې په کندهار ولایت کې تر زرو زیاتو کسانو مراجعه کړې، چې دا شمېره د موجوده بستونو څو برابره دی.
دغه پروسې ته نوم لیکونکي کارګر د شفافیت په اړه اندېښنه لري او وايي، چې طالبان د فورم اخیستلو پر سر ورڅخه ۱۰۰ افغانۍ اخلي.
یو ځوان د نوم نه یادولو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «زه، دوه ورځې کېږي چې دلته راځم، پنځه ساعته مې په لمر کې انتظار کړی یوازې فورم اخیستل هم ۱۰۰ افغانۍ دي، خو نه پوهېږو چې اصلا کار به راته پیدا شي که نه.»
خلک د شکایت په ډول وايي، چې طالبانو د نوم لیکنې پروسه د عوایدو سرچينه ګرځولې او د غوښتنلیک فورمونه له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ افغانۍ پورې ورکوي، په داسي حال کې چې هره ورځ ورته زرګونه کسان مراجعه کوي.
افغانستان دا مهال د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې بیکاري، فقر، د اسعارو نشتوالی او اقتصادي فشارونو یې خلک له خپل کوره تښتي ته اړ کړي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، تر ۹۰ سلنه زیات افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ځوانانو لپاره د کار هیڅ یقیني سرچینه نشته.
سید اسدالله چي د هلمند اوسېدونکی دی وایي:«زه د څلورو ماشومانو پلار یم، دلته کار نشته او که کوم کار پیدا هم شي، میاشتنی معاش یې ۳،۰۰۰ افغانۍ هم نه کېږي، قطر ته د تګ یوازینۍ هیله ده چې کور ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړم.»
ډېر خلک باور لري چې دا بهیر د شفافیت له لارې پرمخ نه ځي او پر ځای د دې چې وړ کسان وټاکل شي، طالبان نږدې کسانو ته لومړیتوب ورکوي او ولس یوازې د نوم لیکنې پیسې ورکوي.
د افغانستان یو پخوانی دولتي کارکوونکی چې اوس بیکاره دی وايي:«دا پروسه د غریبو له جیب څخه پیسې ایستل دي، دا کاروبار جوړ شوی، نه فرصت.»
د قطر د کاریګرو لپاره د نوم لیکنې پروسه که له یوې خوا د زرګونو بې کاره افغانانو لپاره یوه هیله بښونکې دروازه ښکاري، له بلې خوا بیا د فساد، امتیاز ورکولو، پیسو اخیستو او شفافیت نشتوالي له امله د ولس اعتماد پرې له منځه تللی.
د افغانستان اقتصادي بحران، د کار د فرصتونو نشتوالی او د چارواکو له خوا د خلکو پر زړونو تجارت، دا ټول داسې لاملونه دي چې له یوې خوا خلک مجبوروي چې د بهر تګ خطر ومني او له بلې خوا د ناورین کچه لا لوړه شي.