د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنیټ، د افغانستان د مېرمنو د وضعیت ارزونې لپاره د جوړېدونکې ولسي محکمې له پیل څخه ملاتړ کړی دی. دا محکمه به د طالبانو له لوري د افغان ښځو پر وړاندې د «جنایتونو» څېړلو لپاره جوړېږي.
بېنیټ، پر ایکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې ویلي: « زه د افغانانو په مشرۍ د دې مهمې ولسي محکمې ملاتړ کوم، چې دا د حساب ورکونې پر لور یو بل ګام دی.»
نوموړي د دې محکمې تمرکز پر هغو ښځو مهم وباله، چې له تاوتریخوالي، محرومیت یا د ځپلو څخه ژوندي پاتې شوې او کولای شي خپل شهادت وړاندې کړي.
د ولسي محکمې جوړونکي وايي، چې موخه یې د طالبانو لهخوا د ښځو د سیسټماټیک ځپلو مستندسازي، او نړیوالو ته د طالبانو د مسولیت اخیستو اړتیا څرګندول دي.
تمه ده چې دا ولسي محکمه د میزان له ۱۶مې تر ۱۸مې، د هسپانیا د مادرید په ښار کې جوړه شي. دا غونډه د دایمي ولسي محکمې په همکارۍ، د افغان مدني ټولنو، نړیوالو قاضیانو او څارنوالانو په ګډون ترسره کېږي.
ریچارډ بېنیټ، تر دې وړاندې هم د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه څو انتقادي راپورونه خپاره کړي، چې طالبانو پرې سخت غبرګون ښودلی او نوموړي ته یې افغانستان ته د سفر اجازه بندې کړې وه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړو هم، د ښاغلي بېنیټ د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو اقدامات په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې سخت وغندل.