معصوم ستانکزی: ملي بیرغ د سیاسي جریانونو، شرکتونو او موسسو له بیرغونو سره لوی توپیر لري

۱ ساعت مخکې

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي پخواني مشر محمد معصوم ستانکزي د بیرغ د ملي ورځې په مناسبت ویلي، چې ملي بیرغ د سیاسي جریانونو، شرکتونو او موسسو له بیرغونو سره لوی توپیر لري.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د یوه هېواد ملي هویت د ملي سمبولونو له لارې تمثیلېږي او ملي بیرغ د ګډ ملت د ارادې استازیتوب کوي.
هغه همداراز ټینګار کړی، چې د ملي بیرغ درناوی د هېواد درناوی دی او د ملي بیرغ ورځ یوه مبارکه او د ژمنې د نوي کولو ورځ ده.
د نوموړي په وینا: «د یوه هېواد ملي هویت د ملي سمبولونو له لارې تمثیلېږي. ملي بیرغ د ګډ ملت د ارادې استازیتوب کوي، چې د سیاسي جریانونو، شرکتونو او موسسو له بیرغونو سره لوی توپیر لري. د ملي بیرغ درناوی د هېواد درناوی دی. د ملي بیرغ ورځ یوه مبارکه او د ژمنې د نوي کولو ورځ ده.»
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د زمري ۷مه د بیرغ له ملي ورځې سره برابره.
د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد درې‌رنګه ملي بیرغ په رسمي توګه لرې کړای شوی او پر ځای یې د دې ډلې سپین بیرغ درول شوی دی.
له دې سره سره، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت میلیونونه افغانان او همداراز په هېواد کې دننه ګڼ شمېر هېوادوال لا هم درې‌رنګه ملي بیرغ ته د خپل ملي هویت، ازادۍ، قربانۍ او یووالي ژوره نښه ګڼي. د دوی په باور، دا بیرغ نه یوازې د افغانستان د تاریخ مهم پړاوونه او ارزښتونه تمثیلوي، بلکې د هغو خلکو د وینې او مبارزې استازیتوب هم کوي، چې د خپل هېواد د خپلواکۍ او ملي حاکمیت لپاره یې قربانۍ ورکړي دي.
د دغو افغانانو لپاره درې‌رنګه بیرغ یوازې یو رسمي سمبول نه، بلکې د ملي پیوستون، سیاسي خپلواکۍ او مدني ارزښتونو څرګندونه ده. له همدې امله، دا بیرغ لا هم د ډېری افغانانو په زړونو کې ژوندی دی او ګڼ خلک دا د یو ملت د هیلې، باور او ګډ راتلونکي تمثیل بولي.

نور خبرونه

رادیو