ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال کې د راستنېدونکو کورنیو، بېځایه شویو کسانو (IDPs) او اغېزمنو ټولنو د ملاتړ لپاره یوه نوې پروژه پیل کړې، چې ټول ارزښت یې ۲۳ میلیونه امریکايي ډالره دی.
دا نوښت، چې "پایدار" نومېږي، یو مشارکتي اقدام دی، چې موخه یې د بېرته راستنېدونکو سیمو لپاره د ادغام شوې پرمختیايي مرستې برابرول دي، دا نوښت هڅه کوي د زیاتېدونکو بشري اړتیاوو ځواب ووایي، په داسې حال کې چې پراخ شمېر خلک له بېځایه کېدنې او بېرته ستنېدو سره مخامخ دي.
د "پایدار" پروژه تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي د مرستیال اندریکا راټواټي لهخوا په کندوز ولایت کې پرانېستل شوه. په دغه مراسمو کې د ملګرو ملتونو چارواکو، د مدني ټولنې مشرانو او د ټولنو استازو ګډون درلود.
دا پروژه د کډوالو د نړۍوال سازمان (IOM)، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)، د ملګرو ملتونو د استوګنې سازمان (UN-Habitat) او UNHCR لهخوا پر مخ وړل کېږي. تمویل یې د افغانستان لپاره د ځانګړي باور صندوق (STFA) لهخوا شوی، چې له ټولې بودیجې څخه یې ۱۵.۸ میلیونه ډالره برابر کړي دي.
د راتلونکو ۲۴ میاشتو لپاره به دا پروژه په ۱۱ ټولنو کې پلي شي، چې تمرکز به یې د کورونو پر جوړولو، له طبیعي پېښو څخه خوندي زېربناوو، د خلکو د ژوند د ښه والي فرصتونو، ښې حکومتولۍ، قانونپېژندنې، د ځمکې پر حقونو او د ماینونو د ګواښونو په اړه پوهاوی وي.
پروژه به د ټولنو په مشرتابه، د محلي تطبیقي کمېټو او د ټولنو د عملي پلانونو له لارې پرمخ یووړل شي، څو شفافیت او د خلکو ګډون تضمین شي.
"پایدار" هڅه کوي، چې د دوامدار ادغام او اقتصادي بیا رغونې زمینه برابره کړي، په داسې حال کې چې شمالي افغانستان له دوامدارو بېځایه کېدو او ټیټو پانګونو سره مخ دی.