په نیمروز ولایت کې د طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې چارواکي وایي، چې له ایران څخه وارد شوي ۲۵۰ ټانکره تېلو څخه یې ۱۵۳ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
طالبانو ویلي، چې په یادو ټانکرونو کې وارد شوي تېل یې تر معاینې او څېړنې وروسته بېرته ورګرځولي دي.
په نیمروز ولایت کې د طالبانو د والي دفتر د سې شنبه په ورځ (د زمري ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په لابراتوار کې تر ارزونې وروسته د یادو تېلو کیفیت ټیټ بلل شوی او بېرته ایران ته مسترد شوي دي.
د دغه ولایت طالب چارواکو له سوداګرو غوښتي، چې «د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او کیفیت لرونکي تېل وارد کړي.»
طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي، چې له ایران څخه د واردونکو نفتي توکو د کیفیت ارزونې بهیر په جدیت روان دی او ټول هغه نفتي توکي به مسترد شي، چې کیفیت يې ټيټ وي.
په نیمروز کې طالبانو خبرداری ورکړی: «هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې په ناقانونه توګه او یا هم بې کیفیته تېل د نيمروز له لارې هېواد ته وارد کړي.»
دوی ویلي، چې پاتې ۹۷ ټانکره بې کیفیته تېل به هم ایران ته مسترد شي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځي وړاندې په اقینې بندر کې طالب چارواکي ویلي و، چې له ترکمنستان څخه وارد شوي اووه ټانکره بې کیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا ویلي و چې د اقتصادي ثبات او د خلکو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه یې افغانستان ته د وارېدونکو نفتي توکو لپاره ۵۷ سټندرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې دي.
اخوا، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال بیا د سټنډرډ عالي شورا ته امر کړی، چې دا تصویب شوي سټنډرډونه په ښه ډول عملي کړي.
د طالبانو د سټنډرډونو د عالي شورا ویلي، دغه سټنډرډونه د ډیزلو، پټرولو، اوبلن ګاز او پایدار کاندنسات ګاز اړوند تصویب شوي دي.