په تهران کې د طالبانو د سفارت فرهنګي اتشې اصف عزتالله د ایران د دولتي ټلویزون «صدا او سیما» د بهرنیو خپرونو له مرستیال احمد نوروزي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري او رسنیزو همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو یاد فرهنګي اتشې عزتالله ویلي، چې د طالبانو او تهران ترمنځ اړیکې په پراخېدو دي او تمه لري چې دا به په ګډو رسنیزو تولیداتو، مستند فلمونو، د فرهنګي اوونیو په لمانځلو، د افغانستان لپاره ځانګړو خبري خپرونو او د افغان خبریالانو د روزنې له لارې نورې هم پراخې شي.
هغه زیاته کړه: «هر وخت چې له ایران څخه د اسراییل پر لور توغندي توغول شوي، د افغانستان په خلکو کې خوشحالي خپره شوې، ځکه اسراییل زموږ ګډ دوښمن دی.»
دغه طالب چارواکي وړاندیز کړی، چې باید یوه ګډه رسنیزه ټولنه جوړه شي ترڅو افغان خبریالانو ته په تهران کې روزنه ورکړل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ خبري او فرهنګي پروګرامونه پیل شي.
د ایران د صدا او سیما دولتي ټلویزون د بهرنیو خپرونو مرستیال احمد نوروزي ویلي، چې د دوی رسنۍ چمتو دي څو له افغانستان سره دوه اړخیزه او اغېزمنې اړیکې جوړې کړي.
نوموړي تمه وښوده، چې د طالبانو چارواکي به د ایران په رسنیو په ځانګړي ډول په هغو چینلونو کې چې افغانستان ته خپرونې کوي، لکه راډیو مشهد، فعال حضور ولري.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې د طالبانو حکومت له نړۍوال مشروعیت پرته هڅه کوي د سیمهییزو متحدینو سره اړیکې پراخې کړي، په ځانګړي ډول د رسنیو، فرهنګ او دیني ارزښتونو په برخه کې له ایران سره ګډ کار ته لېوالتیا ښيي.