طالبانو په یوه میاشت کې د معاملاتو د لارښوونې ۲۸ دفترونه د ناقانونه فعالیت له امله بند کړي

۱۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو د عدليې وزارت وایي، چې په تېره یوه میاشت کې یې په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې ۲۸ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي.

طالبانو زياته کړې، چې د دوی د څارنې ډلې له ۱۶۰ اړوندو دفترونو لیدنه کړې او یو شمېر ته یې د فعالیت قانوني جوازونه هم ورکړي دي.

د طالبانو د عدليې وزارت د سې شنبه په ورځ (د زمري ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د څارنې ډلې تېره میاشت په کابل کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶۰ دفترونو څارنه کړې او پر مهال يې د غېر قانوني فعالیت له امله ۲۸ دفترونه تړلې دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د معاملاتو لارښوونې ۲۸ دفترونه د غېر قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د پاتې نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې لارښوونې شوې دي.»

دغه ډلې د یادو دفترونو د غېر قانوني فعالیت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دوی د عریضه لیکلو ادارې په تېره میاشت کې ۱۰۹ غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ورکړي او ۱۰۸ نور جوازونه يې تمديد کړي دي.

د طالبانو په خبره، هڅه کوي چې په ټول هېواد کې په ورته برخه کې د غېر قانوني فعالیتونو مخه ونيسي.

یو شمېر دیني عالمان او سیاستوال د دغه وزارت پر کړنو نیوکې کوي او وایي، چې زیاتره وخت له زور او واک څخه ناسمه ګټه اخیستل کېږي.

یوه اوونۍ وړاندې یو مشهور شیعه عالم وعظزاده بهسودي ویلي و، چې د طالبانو عدليې وزارت د کابل په لوېديځ کې د هغه دفتر تړلی دی.

بهسودي په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو د هغه د دفتر غړي اېستلي او دفتر يې بند کړی دی.

نور خبرونه

رادیو