د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د پولیو د نویو پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کډوالو د تګ راتګ له امله د دې ناروغۍ د لېږد ګواښ لا زیات شوی دی.
یاد سازمان وایي، د روان کال له پیل راهیسې ۹ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې اته یې په پاکستان او یوه یې په افغانستان کې رامنځته شوې ده.
د روغتیا نړۍ وال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دواړو هېوادونو کې د پولیو خپرېدل د نړۍوالو هڅو لپاره یو جدي ګواښ دی. د راپور له مخې، د افغانستان سوېلي ولایتونه، د پاکستان کویټه، کراچۍ او خېبرپښتونخوا هغه سیمې دي، چې د ویروس د خپرېدو د اصلي مرکزونو په توګه پېژندل شوې دي.
د«ډبلیو اېچ او» په حواله، د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د دې ویروس د لېږد ګواښ لا زیاتوي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې د پولیو له منځه وړل به یوازې هغه وخت ممکن وي، چې سیمهییزه همغږي پیاوړې شي او ټولو ماشومانو ته پرته له خنډه واکسین ورسېږي، په ځانګړې توګه هغو سیمو ته چې جنګ ځپلي یا شاته پاتې دي.
د عامې روغتیا کارپوهان هم خبرداری ورکوي، چې که بېړنۍ او دوامداره هڅې ونشي، نو د تېرو لسیزو لاستهراوړنې به له منځه ولاړې شي. WHO او نورو ادارو له حکومتونو، بشري موسسو او سیمهییزو مشرانو غوښتي، چې د واکسیناسیون کمپاینونه پیاوړې کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅ ماشوم له واکسینه پاتې نهشي.
د پاکستان د ملي روغتیا ادارې (NIH) د راپور له مخې، یوازې د همدې اوونۍ په اوږدو کې درې نورې نوې پېښې ثبت شوې دي، چې د ۲۰۲۵م کال د پېښو شمېر یې ۱۷ ته لوړ کړ. دا پېښې د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې د یوه ۱۵ میاشتني ماشوم، د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د شپږ میاشتني ماشوم او د سند ایالت په عمرکوټ کې د یوه پنځه کلن ماشوم سره تړاو لري.
د پاکستان روغتیایي چارواکي وايي، چې له ۱۰ پېښو څخه ډېر یې په خېبرپښتونخوا، پنځه په سند او یو شمېر نورې په پنجاب او ګلګت بلتستان کې ثبت شوې دي.
دا وضعیت دا ښيي، چې د پولیو خپرېدل لا هم دوام لري او دا ویروس له هغو ټولنو ګټه پورته کوي، چې هلته د واکسین پوښښ کم دی، خلک واکسین ته زړه نه ښه کوي، یا امنیتي ستونزې شتون لري.
سره له دې چې د جولای له ۲۱مې تر ۲۷مې پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ځانګړو واکسیناسیون کمپاینونو پيلولو سره هیله وه، چې پرمختګ وشي، خو شنونکي وايي چې دا هڅې تر اوسه مطلوبې پایلې نهدي لرلي. همداراز، د چمن ښار او د بلوچستان په شپږو ولسوالیو کې د جولای له ۲۸مې د جزوي واکسین کمپاین هم د کمزوري او کمرنګه تطبیق له امله د اغېز له کمښت سره مخ دی.