طالبانو په کابل او بدخشان کې پنځه تنه د «زنا او نشه‌يي توکو د پلور» په تور په دُرو وهلي دي

پرون

طالبانو په کابل او بدخشان ولایتونو کې پنځه کسان د «نشه‌يي توکو د پلور، قاچاق او زنا» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې په جلا-جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې دغه کسان یې له ۱۵ څخه تر ۳۹ دُرې وهلي او له یو څخه تر دوه‌نیمو کلونو پورې یې د بند سزا ورکړې ده.

د خبرپاڼو له مخې، د کابل د نشه‌يي توکو د مخنیوي ابتدایی محکمې د پرېکړې پر بنسټ، درې کسان د «ټابلیت K، شیشې او چرسو د پلور او قاچاق» په جرم په عام محضر کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ دُرې وهل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو کسانو ته يې له یو کال څخه تر دوو کلنو او شپږ میاشتي تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بدخشان کې يې بیا دوه کسان د «زنا» په تور په عام محضر کې ۳۹ -۳۹ دُرې وهلي.

دا په داسي حال کې ده، چې طالبانو په همدې ورځ په کابل ولایت کې د «لواطت» په تور دوو نارینه‌ و ته د ۳۹ دُرو سزا او دایکنډي ولایت کې یوې ښځې ته «د نامشروع اړیکو» په تور د ۳۹ دُرو او یو کلن بند سزا ورکړې وه.

د دغې اړیکې د مقابل لوري په تړاو هېڅ نه دي ویل شوي.

د بشري حقونو اړوند سازمانونه د طالبانو دغه ډول کړنو ته د بشري حقونو د نقض په سترګه ګوري او د درېدو غوښتنه یې لري.

نور خبرونه

رادیو