د طالبانو ویاند ددې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د ډېپلوماسۍ انسټېټیوټ لهخوا د «مطبوعاتي مبارزې، تګلارې او ډیپلوماسۍ» تر سرلیک لاندې ناستې ته ویلي، چې رسنۍ یوازې د خبرونو رسولو وسیله نه ده، بلکې ډېپلوماټیک میدان دی. مجــاهد ادعا کوي، چې دوی خپل دښمن ته هم سپکه لهجه نه ده کارولې.
مجاهد په دې ناسته کې ویلي، چې هېڅ اعلامیه باید له دیني باورونو سره په ټکر کې نه وي او رسنۍ باید له توهین، تحقیر او سپکو الفاظو ډډه وکړي. هغه وویل: «موږ په یوه غیر معززه جګړه کې ښکېل وو، خو موږ هېڅکله دښمن ته سپکه لهجه نه ده کارولې».
مجاهد زیاته کړې: « موږ او تاسو شاهدان یو چې مختلف مظلومیتونه مو ولیدل، ښځې او ماشومان شهیدان شول خو طالبانو هېڅکله سپکه لهجه ونه کاروله».
نوموړي له بېځایه پارونو او داخلي ټکرونو د ډډې کولو سپارښتنه کړې او وايي، چې « د ملت د وحدت لپاره باید هلېځلې وشي».
مجاهد دغه راز ویلي، چې د طالبانو په اعلامیو کې هېڅکله د سني یا شیعه تفکیک نه دی شوی او تل د مسلمانانو پر وحدت ټینګار شوی دی.
هغه رسنۍ یوه مهمه ډیپلوماتیکه وسیله وبلله او ویې ویل چې رسنۍ د حکومت پر وړاندې د خلکو فشار کنټرولولی شي، د نړیوالو بحرانونو پر وړاندې توجه راجلبوي او د سولې یا جګړې د رامنځته کېدو سبب ګرځېدای شي.
مجاهد وایي، په ډېپلوماسۍ کې رسنۍ ډېر مهم رول لري، چې دا رول یا مستقیم د بهرنیو چارو وزارت له خوا د اعلامیو په خپرولو او یا له رسنیو سره د معلوماتو شریکولو له لارې غیر مستقیم وي.
مجاهد وویل: « رسنۍ یوازې د خبرونو رسولو وسیله نه ده، بلکې یو ډېپلوماټیک میدان دی. رسنۍ کولی شي سوله تامین یا هم جګړه رامنځته کړي. رسنۍ کولی شي ملتونه سره نږدې یا هم لرې کړي.»
مجاهد زیاته کړې ده، چې رسنۍ معلومات خپروي او هم یې کنټرولوي.
هغه وایي: «کله کله ډېپلوماټیک اعمال د رسنیو له لارې ښه څارل کیږي.»
هغه دغه راز د سیاست د تعریف په اړه وویل، چې علماوو سیاست داسې هم تعریف کړی چې سیاست نه لیدل کیږي، نه تعبیر کیږي او نه هم لمس کیږي، خو یوازې بوی کیږي.
مجاهد د خپلې وینا په پای کې د بهرنیو هېوادونو لپاره د افغانستان سفارتونو، ګونسلګریو او رسنیو همغږي مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې له دې لارې بهرنیو هېوادونو ته خپل دین، عقاید او فرهنګ ور پېژندلای شي.
د طالبانو ویاند داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ددې ډلې غړو او مشرانو په بېلابېلو وختونو کې پخواني حکومت او کارکوونکو ته ترټونکي الفاظ کارول او ډېر وخت یې د دین له دایرې اېستل.
ددې ډلې یو شمېر مشرانو او غړو د جمهوري نظام له سقوط وروسته هم د ترټونکو اصطلاحاتو او ژبې له استعمال نه ډډه نه ده کړې.