طالبانو د یوې رسنۍ او د «توانا» خبري اژانس مسوول مدیر په دې تور نیولی، چې ګواکي «له یوناما، یونسکو او ایران څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي» ترڅو «ښځې د کار یا راپور جوړونې په پلمه له کورونو وباسي او د واکمن رژيم پر ضد منفي راپورونه خپاره کړي.»
د طالبانو د امربالمعروف ادارې د دغه رسنۍ مدیر په «اخلاقي فساد» او «جاسوسۍ» تورن کړی دی.
طالبانو دغه کس تورن کړی، چې «د زرګونو ډالرو په بدل کې يې د اسلام ضد رسنیو ته پټ راپورونه لېږلي.»
طالبانو د نیول شوي کس د اعتراف یوه ویډیو هم خپره کړې ده.
د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه او خپلواک څارونکي ټینګار کوي، چې دا ډول اعترافونه معمولا د فشار، جبر یا شکنجې لاندې ترلاسه کېږي.
د طالبانو د امربالمعروف اداره ادعا کوي، چې یادې رسنيزې ادارې «د بهرنیو هېوادونو د جاسوسي او اخلاقي فساد د فعالیت» مرکزونه وو.
دوی دا هم ویلي، چې نیول شوي کس اعتراف کړی چې له یوناما، یونسکو او د ایران څخه یې د دیني او فرهنګي پروژو لپاره پيسې اخیستي او بیا يې بهرنیو رسنیو ته راپورونه لېږل.
په دې تورونو کې د ښځو او سړیو د ګډ فعالیت هڅونه، د «زیان رسوونکو» ديني کتابونو وېش او د طالبانو پروړاندې راپورونه جوړول شامل دي.
تر اوسه کومې خپلواکې سرچينې د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د امر بالمعروف ادارې پورې اړوند «دريڅه» په نوم رسنۍ راپور ورکړی، چې له ورته رسنیزو بنسټونو نور کسان هم نیول شوي، خو د نیول شویو کسانو جزيات نه دي خپاره شوي.
د طالبانو د امربالمعروف اداره د پولیسو، څارنوال او قاضي په څېر اقدام کوي.
دغه اداره پراخ صلاحیت لري او د ټولنیزو چارو په هره برخه کې لاسوهنه کوي. دا اداره وايي، چې د دوی اقدامات د «امربالمعروف قانون» د پلي کولو لپاره دي. هغه قانون چې د نړۍوالو سازمانونو په باور «د ښځو پروړاندې د کرکې سل مخیزه» سند دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو امربالمعروف د ښځو او خبریالانو پروړاندې ځپنه زیاته کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د سې شنبه په ورځ راپور ورکړ، چې په تېرو درېيو اوونيو کې طالبانو لږ تر لږه ۷ خبریالان په کابل او یو شمېر ولایتونو کې نیولي دي. اوسمهال ۱۵ خبریالان د طالبانو په بند کې دي.