د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې له تاجکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه د شېرخان بندر په دروازه کې یو ګرځنده روغتیايي کمپ فعال شوی دی.
نوموړي وزارت د کندوز ولایت د عامې روغتیا مشر ډاکټر محمدالله حکمت په حواله زیاته کړې، په یاد کمپ کې له اغاخان دفتر څخه دوه ګرځنده روغتیايي ټیمونه او له BDN او JAC موسسو څخه یو-یو ټیم ګومارل شوی دی؛ څو د ځانګړي کاري پلان او مهالوېش له مخې راستنېدونکو ته ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړی زیاتوي، د کندوز ټولو روغتیايي مرکزونو ته لارښوونه شوې چې د راستنېدونکو او کډوالو روغتیايي اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.
همداراز، ګرځنده روغتیايي ټیمونه د کندوز په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې هم منظم روغتیايي خدمات وړاندې کوي؛ څو د بېرته راستنېدونکو د درملنې او مراقبت بهیر چټک او اغېزناک وي.
دغه کمپ داسې مهال جوړېږي، چې له ایران او پاکستان وروسته د تاجکستان حکومت هم ویلي، چې یو شمېر افغان کډوال یې له خپلې خاورې اېستلي او اوس د نورو افغان کډوالو د اېستلو لپاره یې هم اقدامات پیل کړي دي.
د تاجک چارواکو په وینا؛ له دغو کډوالو ځینې یې د نشهيي توکو په قاچاق، د افراطي افکارو په خپرولو او د جعلي اسنادو له لارې د پناه غوښتنې په ترلاسه کولو کې ښکېل دي.