ملګري ملتونه: د ښځو د حقونو وضعیت له ګواښ سره مخ دی

۵ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره (UN Women) د خپل ۱۵ کلن ماموریت د کلیزې په مناسبت ویلي، چې د نړۍوال وضعیت د خرابوالي له امله د ښځو لپاره په ځانګړي ډول په افغانستان کې د برابرو فرصتونو مبارزه ورځ تر بلې سختېږي.

یادې ادارې ویلي، چې افغانستان دا مهال په نړۍ کې دویم هېواد دی چې د جنسیتي توپیر کچه پکې تر ټولو لوړه ده، ځکه چې د طالبانو له خوا صادر شوي له ۸۰ څخه ډېر فرمانونه د ښځو او نجونو اساسي حقونه محدودوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره زیاتوي، یوازې افغانستان نه دی چې د ښځو پر حقونو بریدونه پکې روان دي؛ بلکې په نړۍ کې له هرو څلورو هېوادونو یو یې د ښځو د حقونو پر ضد منفي دریځ غوره کړی دی.

د دغه ادرې اجراییوي مشره «سیما بحوث» وایي: «اوس د شا تګ وخت نه دی، بلکې د یو ګام مخکې تګ وخت دی.»

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د نړۍ له هرو لسو ښځو او نجونو یوه په شدیدې بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او که چیرې همداسې دوام وکړي، نو نړۍ به تر راتلونکو ۱۳۷ کلونو پورې له ښځو سره اقتصادي نابرابرۍ پای ته ونه رسوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په خپل خپور کړي راپور کې ویلي، چې په تېره یوه لسیزه کې د جګړو سره نږدې سیمو کې د هغو ښځو شمېر دوه چنده شوی، چې له لوږې، خوارځواکۍ او جنسي تاوتریخوالي سره لا ډېر مخامخ دي.

راپور زاتوي، دا مهال، ۱۰۳ هېوادونه لا هم هېڅ ښځینه دولتي مشره نه لري او د سیاسي رهبري په لوړو کچو کې د ښځو او نارینه ترمنځ برابري ښايي تر راتلونکو ۱۳۰ کلونو پورې ممکنه نه وي.

له بل پلوه، که څه هم نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا او ټکنالوژۍ په یوه نوي پړاو کې داخله شوې، خو ښځې او نجونې لا هم له ډیجیټلي وسایلو او زده‌کړو څخه شاته پاتې دي. دا ډیجیټلي توپیر د ښځو د راتلونکي نسل د پرمختګ مخه نیسي.

سره له دې چې د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، هغوی به له لا قوي هوډ سره د ښځو د حقونو او فرصتونو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي، اوس هم له ۶۰۰ میلیونه زیاتې ښځې او نجونې د جګړو له سیمو ۵۰ کیلومترۍ کې ژوند کوي.

شواهد ښيي، د سولې هغه بهیرونه چې ښځې پکې لاسلیک کوونکې وې، ډېر دوامدار پاتې شوي دي. خو بیا هم له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۳ کاله پورې د سولې ۸۰ سلنه خبرو اترو کې ښځو ګډون نه‌درلود.

نور خبرونه

رادیو