د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونېسف) وايي، چې د افغانستان په کچه د ماشومانو او مېندو تر ټولو لوړه د خوارځواکۍ کچه په بدخشان ولایت کې ثبت شوې ده.
دا خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې هېواد د دوامداره اقتصادي ستونزو، اقلیمي ناورین او روغتیایي خدماتو ته د محدود لاسرسي له امله له سختو ننګونو سره مخ دی.
یونېسف د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۹مه په خپل راپور کې ویلي، چې سږکال په بدخشان ولایت کې نږدې ۱۶۵ زره ماشومان او ۹۳ زره امیندوارې او شیدې ورکونکې مېرمنې له سختې خوارځواکۍ سره مخ کېدونکې دي.
په راپور کې راغلي، چې دا شمېرې د یوې جدي روغتیایي بېړني حالت غږ پورته کوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې روغتونونه یا خو نشته، یا یې خدمات بېکيفيته او محدود دي.
یونېسف زیاتوي، چې د خوارځواکۍ د کمولو او وقایې لپاره یې یو پراخ پروګرام د افغانستان په شمالي او ختیځو ۱۳ ولایتونو کې پیل کړی. که څه هم د پروګرام مشخص جزیات نهدي شریک شوي، خو د دې ادارې د عامه تغذیې په پروګرامونو کې د تغذیوي مرستو وېش، د مور او ماشوم لپاره تغذیوي پوهاوی او د اساسي درملو برابرول شامل وي.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې تر ۲۰ سلنې زیاتو ښځو له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي او نږدې درېیمه برخه د وینې کمښت (انیمیا) لري، چې د ناوړه تغذیې، بېوزلۍ، او محدودو روغتیایي خدمتونو څرګنده نتیجه ده.
دغه وضعیت نه یوازې د مېندو روغتیا ته ګواښ دی، بلکې د زېږېدونکو ماشومانو پر وده او بقاء هم مستقیم تاثیر کوي.
دا شمېرې داسې مهال وړاندې کېږي، چې تر دې مخکې یونېسف خبرداری ورکړی و، چې سږکال به نږدې ۳.۵ میلیونه ماشومان او یو میلیونه امیندوارې مېرمنې په ټول هېواد کې له خوارځواکۍ سره مخ شي.
له دې سره هممهاله، د نړۍوالو مرستو کمېدو، د بازارونو اقتصادي رکود او د کافي خوړو نهشتون د حالت د لا خرابېدو ګواښ زیات کړی دی.
د خوارځواکۍ دا شمېرې د افغان ماشومانو د ژوند او راتلونکې لپاره یوه ښکاره خطرناکه نښه ده. کارپوهان وايي، که د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره پراخه، دوامداره او هدفمند اقدامات و نهشي، نو نه یوازې د ماشومانو د مړینې کچه به لوړه شي، بلکې یو بشپړ نسل به له فزیکي او ذهني ودې پاتې شي.
یونېسف او نورې بشري ادارې له نړۍوالې ټولنې او کورنیو چارواکو غواړي، چې د خوارځواکۍ د بحران پر وړاندې جدي او بېړني اقدامات وکړي او د مور او ماشوم د روغتیا پروګرامونه پراخ کړي.