د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو سند افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې ښيي له قطر سره د افغان کارګرو په تړاو د طالبانو په تړون کې زیاتره بستونه غیر مسلکي، خو شرایط یې سخت دي.
په دې بستونو کې د شېدو لوېشونکي، خدمتګار، د خونو پاکوونکو او اشپز په څېر دندې شاملې دي.
ددې سند په اساس، همدراز په دې دندو کې عادي خدمتکار، د خوړو او څښاک توکو بس چلوونکی، د پاک کارۍ د مېز همغږی کوونکی، سر پخلیوال، لومړی پخلیلوال، دویم مرستیال، د هوټل د تفریح لارښوود او ریزرف کولو استازی هم شامل دي.
په دې لېست کې یوازې دوه داسې بستونه مسلکی دي چې د برقي انجنیر او برېښنايي وسایطو تخنیکي متخصص بستونه دي.
د ځینو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې ددې پروسې د نوملیکنې لپاره ځانګړو شویو دفترونو ته د نوملیکنې لپاره ورغلي خو د سلګونو کسانو ګڼه ګوڼه ددې لامل شوی، چې دا پروسه غیر منظمه پرمخ لاړه شي.
د کابل یو اوسېدونکی وايي:« د خلکو رش ډېر زیات دی او ترڅنګ یې د غیر مسلکي بستونو لپاره دوی د لوړو زده کړو د ادارو سندونه غواړي.»
په ننګرهار کې دې پروسې ته لېواله یو بل کس افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې غواړي دوی هم قطر ته مزدورۍ ته لاړ شي، خو دوی د موټرو داسې مستري غواړي چې د پوهنتون سند ولري.
هغه زیاته کړه، « که اشپز هم غواړي نو له پوهنتون نه باید فارغ وي او یا په پنځه ستوریز هوټل کې کاري تجربه ولري.»
یو شمېر د کار په لټه کې کسان شکایت کوي، چې ډېری د طالبانو نږدې کسانو او هغو خلکو ته لومړیتوب ور کول کیږي، چې له دې ډلې سره تړاو لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي و قطر د ۲۰۰۰ ماهرو او مسلکي افغان کارګرانو د لېږلو هوکړه کړې ده.
طالبانو همدراز تېره ورځ وویل چې نن د زمري میاشتې پر اوومه نېټه به په مختلفو ولایتونو کې قطر ته د لېږل کېدونکو کارګرانو نوملیکنه پيل شي.
د طالبانو په واکمنېدو سره افغانستان کې سلګونه زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
هممهاله په ایران او پاکستان کې پر کار بوخت سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته اېستل شوي او په کور دننه هم ورته کاري فرصتونه نشته. پر طالبانو تور دی، چې هر څه یې تر خپلې ډلې محدود کړي او ان په حکومتي چوکاټ کې هم د عادي کچې کارګرو ته چې له دغې ډلې سره اړیکې ونه لري، دندې نه ورکوي.
طالبان که څه هم ادعا لري، چې د کانونو د کېندنو تر څنګ یې په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه پراخ کړي، خو د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو اندېښنې ښوولې، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د بې روزګارۍ له امله لوږه مخ په ډېرېدو ده.