د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون وايي، چې د یوې داوطلبۍ له لارې یې د ۳۳۲زره او ۴۵۰ډالرو په ارزښت د دغه ولایت له کانونو تازه کېندل شوي ۳زره او ۳۵۷ قیراطه زمرد پلورلي دي.
هغه ویلي، چې د زمردو د پلورولو داوطلبي د کانونو د څارنې کمېټې، سیمهییزو چارواکو او سوداګرو په حضور کې شوې ده.
د نوموړي په خبره؛ له دې وړاندې هم د بولۍ له لارې زرګونه قیراطه زمرد پر سوداګرو پلورل شوي دي.