د طالبانو د نفت او ګاز شرکت رییس: هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ ټنه نفت او ګاز تولیدیږي

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د نفت او ګازو شرکت اجرایوي رییس محمد نصیر رحیمي وایي، چې د هېواد دننه هره ورځ له ۶۰۰ نیولې تر ۷۰۰ ټنه نفت او ګاز تولیدیږي. نوموړی وایي چې دغه کچه به په نږدې وخت کې له نویو څاګانو په ګټې اخیستې سره زیاته شي. رحیمي وایي، نوې څاګانې لا ګټې اخیستنې ته نه دي سپارل شوې.

د طالبانو د نفت او ګازو شرکت اجرایوي رییس د سې شنبې په ورځ (د زمري ۷مه) د دې ډلې د یادې ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې د نفت او ګازو ۷ تر ۸ سلنه تقاضا اوس له داخلي تولیداتو پوره کیږي.

هغه زیاته کړه چې د دغو داخلي تولیداتو ټول پروسس د هېواد دننه په مزار شریف او حیراتان بندر کې ترسره کیږي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې افغانستان خپل نفت او ګاز ډېری له ایران، عراق، روسیې، قزاقستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو واردوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې یې هر کال افغانستان ته یو میلیون ټنه ډیزل، یو میلیون ټنه پټرول، دوه میلیونه ټنه اوړه یا غنم او ۵۰۰زره ټنه مایع ګاز واردیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې غړي خان جان الکوزي هغه مهال وویل، چې دغه تړون د یوه کال لپاره دی.

طالبانو د روان کال په می میاشت کې د کازان اقتصادي فورم په څنډه کې د روسیې له انتیکوي شرکت سره د نفتو استخراج او پروسس یو نوی تړون لاسلیک کړ، چې انتیکوي شرکت به په افغانستان کې د نفتو د پروسس کارخونه جوړوي.

طالبانو خبر ورکړی و، چې انتیکوي شرکت به ډېر ژر په افغانستان کې د نفتو د استخراج چارې پیل کړي.

نور خبرونه

رادیو