د شپږیزه کرېکټ لیګ په ۱۷مه لوبه کې امو نهنګان لوبډلې بُست ساتونکو ته د ۷۷ منډو په توپير او مس عینک لوبډلې بیا بند امیر ښامارانو ته د ۷۲ منډو په توپير ماتې ورکړل.
امو نهنګان او مس عینک لوبډلې د دې سياليو پايلوبې ته لار پيدا کړه.
د شپږيزه کرېکت ليګ په دې سياليو کې د سې شنبه په ورځ (د زمري ۷مه) بُست ساتونکو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او امو نهنګانو ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
امو نهنګان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو بُست ساتونکو ته د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه.
په امو نهنګان لوبډله کې سميع الله شينواري ۴۹ تر ټولو ډېرې مندې جوړې کړې؛ خو په بُست ساتونکو کې بیا وحیدالله ځدراڼ څلور لوبغاړي وسوځول.
بُست ساتونکو لوبډلې په خپلو ټولو لوبغاړو یوازې ۵۱ مندې جوړې کړې او د ۷۷ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د دې سیاليو په دویمه لوبه کې بیا بند امیر ښامارانو د پچې په ګټلو سره د مس عینک لوبډلې په وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
مس عینک لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۵ منډې هدف وټاکه.
د مس عینک په لوبډله کې وفي الله تره خېل ۷۸، فرمان الله ساپي ۷۲ او رحمان الله ګربز ۷۰ منډې جوړې کړې او د دې سيالیو په تاريخ کې يې تر ټولو لوړ هدف وټاکه.
بند امیر ښامارانو د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې جوړې کړې او د ۷۲ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
امو نهنګان او مس عینک لوبډلې د دې لوبو په ګټلو سره د سیاليو پايلوبې ته لاره پيدا کړه.