ځايي سرچينې: طالبانو د باميان په پنجاب ولسوالۍ کې د يوه کلي اوسېدونکي کډه کولو ته اړ اېستل

۱۰ ساعتونه مخکې

په بامیان کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د کوچیانو په ګټه له حقوقي پریکړې وروسته د پنجاب ولسوالۍ د رشک کلي اوسیدونکي کډه کولو ته اړ اېستي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو «له کوچیانو سره یوځای» په کلي کې ۲۵ کورونه خالي کړي دي.

بامیان ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي معیین له سفر سره سم، سیمه ییزو سرچینو تایید کړه چې د زمري پر ۷مه د طالبانو یو هییت، چې نارینه او ښځینه پولیس او د محکمې چارواکي پکې شامل وو، رشک کلي ته لاړ او له اوسیدونکو یې وغوښتل چې خپل کورونه خالي کړي.

د سرچینو په وینا، پلاوی کلي ته ورغلی، له کوچیانو سره یوځای یې د خلکو توکي ټول کړي او د کلي ټول کورونه یې قلف کړي دي.

د افغانستان انټرنشنل له خوا ترلاسه شوي انځورونه ښیي چې د خلکو د کورونو توکي ایستل کیږي، او په بل انځور کې، د طالبانو پلاوی د کلي له اوسیدونکو سره خبرې کوي.

یوې سیمه ییزې سرچینې ویلي چې ایستل شوې کورنۍ په خراب حالت کې دي او شپه یې په پرانېستې فضا کې تیره کړې او لاهم له خپلو کورونو بهر ژوند کوي.

سرچینې زیاته کړه، چې د کورنیو نارینه وو وروسته له هغه چې کلي ته د طالبانو د پلاوي د راتګ په اړه معلومات ترلاسه کړل خپل کورونه پرېښودل څو طالبان ونه شي کولی دوی مجبور کړي چې د دوی د ځای پر ځای کیدو تصدیق کولو سند لاسلیک کړي.

سرچینې وايي چې په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچیانو او د سیمې د خلکو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه له ۱۹۵۰ لسیزې راهیسې روانه وه او د طالبانو له واکمنېدو وروسته بیا پرانیستل شوه.

سرچینو ویلي، چې یاده حقوقي موضوع له دقیقې څیړنې پرته د طالبانو په محکمو کې مخکې تللې ده او حتا د محکمې ځینې غونډې د رشک د اوسېدونکو له ګډون پرته ترسره شوې دي.

کوچیانو تر اوسه ددغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینو دا هم زیاته کړې چې د دوی عریضو او شکایتونو ته پام نه دی شوی.

په بامیان کې یوې سرچینې وویل چې د رشک کلي اوسیدونکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی چې خپل کورونه خالي کړي.

نور خبرونه

رادیو