افغان کډوالو په روانه اوونۍ کې د دویم ځل لپاره د جرمني حکومت لهخوا د دوو طالب ډیپلوماټانو د منلو په غبرګون کې لاریون وکړ.
دوی د جرمني حکومت له لوري د طالب ډیپلوماټانو د منلو پرېکړه غندلې او هغه یې د ډیموکراټیکو ارزښتونو له پامه غورځول بللي دي.
لاریونوال وايي، چې « طالبان د افغان ولس استازي نهدي» او باید له دوی سره له هر ډول سیاسي تعامله ډډه وشي.
دوی همدا راز خبرداری ورکړی، چې د جرمني حکومت د دغه پرېکړې په غبرګون به د دغه هېواد په محکمو کې په رسمي بڼه خپل شکایتونه ثبت کړي.
راټول شوي لاریونوال د جرمني وروستۍ پرېکړه د نړۍوال مشروعیت په لور د طالبانو لپاره یو مهم ګام بولي او سپارښتنه کوي، چې باید د دغه ډول ګواښونکو ګامونو له اخېستو ډډه وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې (زمري میاشتې په ۴مه) نېټه هم د بشري حقونو ځینو فعالانو ورته اعتراضونه کړي وو.
د راپورونو پربنسټ؛ د جرمني حکومت منلې، چې له دغه هېواده یې په جرمونو کې د ښکېلو افغان کډوالو د ستنولو په چارو کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د طالبانو دوه ډیپلوماټان منلي دي.