مخکې بامیان اوس دایکندي؛ ابراهیم صدر هزاره میشتو ولایتونو ته د سفرونو لړۍ پیل کړې

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي معیین ملا محمد ابراهیم صدر هزاره میشتو ولایتونو ته د سفرونو لړ کې له بامیان وروسته دایکندي ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت له ملکي او امنیتي مسوولانو سره د یاد ولایت د امنیتي چارو د همغږۍ، ستونزو او ګواښونو په تړاو خبرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي معیین، چې ددې ډلې مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ته نږدې کس ګڼل کیږي، د سې شنبې په ورځ دایکندي ته لاړ.

صدر په دایکندي کې د وظیفوي تداخل، قومي او ژبنيو تعصباتو د مخنیوي اړتیا ته په اشارې ټینګار کړی، چې مسوولیتونه دې وړ او ژمنو کسانو ته وسپارل شي.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د دایکندي لپاره د طالبانو والي ویلي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ادارو تر منځ بشپړه همغږي موجوده ده او اوسمهال هېڅ ډول امنیتي ګواښ یا ستونزه نه لیدل کېږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي معیین له دې وړاندې بامیان ولایت ته هم سفر کړی و.

دا سفرونه داسې مهال دي، چې هزاره‌ مېشتې سیمې له کلونو راهیسې د داعش-خراسان ډلې تر هدفي بریدونو لاندې دي او شیعه مشرانو په دې وروستیو کې د محرم په ورځو کې د طالبانو له مخنیوونکو اقداماتو نارضایتي څرګنده کړې ده.

په روان محرم کې د شیعه مذهب ګڼو پیروانو شکایت درلود چې طالبانو د عاشورا د مراسمو د محدودولو تر څنګ، د امنیت لپاره لازم تدابیر نه وو، نیولي.

ابراهیم صدر چې د طالبانو مشر ملا هبت الله ته نږدې کس ګڼل کیږي، په دایکندي کې مسوولینو ته ویلي، چې «د امنیت ساتنه باید په اخلاص، د الله رضا او د نظام د پرمختګ لپاره ترسره شي».

هغه همداراز له طالب امنیتي ځواکونو غوښتي چې خپل منظور شوی یونیفورم په منظم ډول وکاروي.

په دایکندي، بامیان، غزني، هرات، مزار شریف، غور ، کابل او نورو ولایتونو کې مېشت هزاره‌ او شیعه وګړي له طالبانو غواړي چې د مذهبي ازادیو درناوی یې وکړي، د محرم او عاشورا په څېر مذهبي مناسبتونو ته بشپړ امنیتي تدابیر ونیسي او بندیزونه پرې ونه لګوي.

ابراهیم صدر له دې وړاندې د یکشنبې په ورځ (د زمري ۵مه)، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته سفر کړی و او هلته یې د دغه ولایت له طالب مسوولینو سره لیدلي وو.

په یاد سفر کې صدر ټینګار کړی و، چې باید د خلکو او د طالبانو ادارې ترمنځ د نږدېوالي لپاره هڅې وشي.

ابراهیم صدر، چې د طالبانو مشر ته نږدې کس ګڼل کېږي، ډېر کم په رسنیو کې راڅرګندېږي.

هغه له دې مخکې ټینګار کړی و چې د طالبانو د مشرهبت‌الله اخوندزاده اطاعت باید بې‌قید او شرطه وشي او دا یې د «خیر او برکت» سبب بللی و.

نور خبرونه

رادیو