د «اکثریت» په نامه یوې ټولنې سېشنبه (د زمري ۷مه) د کډوالو په اړه د یوه څېړنیز راپور په خپرولو ویلي، چې هیڅ یوه هېواد کډوال د بشري خواخوږۍ له مخې نه وو منلي؛ بلکې له کډوالو سره بشري خواخوږي تش «غولوونکی شعار» و.
په راپور کې راغلي:« حقیقت دا دی، چې کډوال تر ټولو ارزانه مزدوران وو. کله چې د کوربه هېوادونو دغه اړتیا پوره شوه؛ نو هر حکومت خپله اصلي څېره راښکاره کړه.»
د راپور له مخې؛ دغه لړۍ لومړی د امریکا متحده ایالتونو پيل کړه او بیا نورو هېوادونو هم ورسره بدرګه کړه؛ لکه ایران، پاکستان، تاجکستان او ځينو اروپايي هېوادونو.
په راپور کې راغلي:« د کډوالو د اېستلو اصلي او بنسټیز لامل اقتصادي دی؛ د بېلګې په ډول پاکستان له امریکایانو څخه هر کال د کډوالو په سر ډېر ډالر ترلاسه کول او د افغان کډوالو منلو ته به یې د اسلامي ورورولۍ نوم ورکاوه، خو کله چې د لوېديځو هېوادونو پيسې پرې بندې شوې، نور نه اسلامي ورورولي پاتې شوه او نه هم د انصار او مهاجر اسلامي شعارونه.»
په راپور کې په نیوکې سره راغلي، د کډوالو د اېستلو لړۍ لومړی هغو هېوادونو پيل کړه چې د کډوالو لپاره یې نړۍوال سازمانونه جوړ کړي او د کډوالو په اړه یې نړۍوال قوانین وضع کړي وو؛ خو کله چې پوه شول نور دا پېټی نه شي وړلای، نو ټولو تړونونو ته یې شا کړه او بشري سازمانونه خو اوس یوازې په تشو اعلامیو بسنه کوي.
په راپور کې د کوربه هېوادونو سیاسي اخلاقو ته په اشارې ویل شوي،« ځيني هېوادونه اوس دومره انساني عاطفه هم نهلري، چې د کډوالو شړلو لپاره منطقي دلایل او انساني طرزالعمل وړاندې کړي. لومړی په خپلو هېوادونو کې د کډوالو پر ضد په مصنوعي ډول کرکه راپاروي او بیا دا پلمه کوي، چې ګواکې کډوال موږ ته ګواښ دي.»
په لیکنه کې زیاته شوې:« ځينو هېوادونو خو د کډوالو پر وړاندې دومره ظالمانه سياست غوره کړی، چې انسانیت یې وشرماوه، بې ګناه کډوال یې په بېلابېلو جرمونو تورن کړل، ویې نیول، زنداني یې کړل، شکنجه یې کړل او ان دا چې اعدام یې کړل.»
په راپور کې پر طالبانو هم نیوکه شوې او ویل شوي دي، چې طالبان نه د کډوالو په اړه له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د خبرو او تعامل صلاحیت او ظرفیت لري او نه هم له راستانه شویو کډوالو سره د مرستې امکانات او ستراتيژي لري.
راپور وړاندې کاږي، چې د کډوالو په اړه نه پخواني «غولوونکي سیاستونه» بریالي وو او نه اوسني سياستونه ښه پایله لرلای شي.
په راپور کې راغلي، چې باید د کډوالو په اړه هر هېواد پر خپلو سرچینو واکمن شي او د خپلو خلکو غم په خپله وخوري.