د ملي بېرغ ورځ؛ ګڼو افغانانو په خواله رسنیو د ملي بېرغ انځورونو په خپرولو سره ونمانځله

۲ ساعتونه مخکې

(د زمري ۷مه) چې هرکال د افغانستان د ملي بېرغ ورځې په توګه نمانځل کېږي؛ سږکال ګڼو افغانانو په خواله رسنیو او په ځانګړې توګه پر میټا او اېکس پاڼو د ملي بېرغ انځورونو، په دې تړاو د لیکنو او ویډیويي پیغامونه په خپرولو ونمانځله.

د ملي بیرغ ورځ د جلاوطنه افغانانو له‌خوا داسې مهال نمانځل کېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ نږدې څلور کاله تېرېږي او په د دغې ډلې په ادارو کې د تور، سور او زرغون بېرغ ځای د طالبانو سپین بېرغ نیولی دی.

د تېر جمهوري نظام پر مهال به د ملي بېرغ ورځ په شانداره مراسمو په حکومتي او ولسي کچه نمانځل کېده. هغه مهال به د کابل په وزیر اکبر خان غونډۍ تر ټولو لوی بېرغ په دغه ورځ نوی کېده؛ د واټونو او هټۍګانو سربېره به خلکو په خپلو موټرونو هم ملي بېرغ لګاوه او په وطني ولولو به یې دغه ورځ نمانځله.

که څه هم سږکال دغه ورځ خلکو په افغانستان کې د طالبانو د بندیزونو او وېرې له کبله د تېر په څېر نه ده نماځلې؛ خو ګڼو افغان ځوانانو، پخوانیو چارواکو او په پښتونخوا کې ځینو سیاست‌والو په خواله رسنیو د ملي بېرغ انځورونه، لیکنې او ویډیویي پیغامونه خپاره کړي دي او درې رنګه بېرغ يې د افغانستان د «ملي ارزښت» په توګه ياد کړی دی.

دوی ویلي، دغه ورځ ځکه په ځانګړو ولولو او احساساتو نماځي چې د افغانستان درې رنګه بېرغ د افغانانو د ملي هويت، تاريخ او وياړلو حماسو سمبول دی او د دغه سمبول ساتنه او پالنه یې «ملي وجيبه» ده.

د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې د افغانستان د ملي ټلویزیون مشر اسماعیل میاخېل په اېکس پاڼه لیکي: « دا درې رنګونه د قربانیو، ملي یووالي او مقاومت نښه ده. دا نه د اجیرانو بېرغ دی، نه د کومې ډلې. دا د ټولو افغانانو د هیلو او ښېرازۍ بېرغ دی.»

نوموړي ویلي، هیله او ایمان لري چې ډېر ژر به یو وار بیا پر ارګ او د ټولو افغانانو په کورونو درې رنګه بېرغ ورپېږي.

له بل پلوه پښتون سیاست‌وال او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د یوه لنډ ویډیويي پیغام په خپرو سره ویلي:« په داسې حال کې چې استعمار هڅه کوي د افغانیت ټولې نښې له‌منځه یوسي، دا د هر افغان مسوولیت دی چې دا بېرغ ژوندی وساتي. زه هیله لرم داسې ورځ به راځي، چې دغه بېرغ به په لوی وطن ورپېږي.»

دغه ورځ په ۱۳۹۸ هـ.ش کال کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د افغانستان ملي بېرغ ته د درناوي او ویاړ په موخه د ملي بېرغ ورځې په نوم ونومول شوه.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم د افغانستان پر «ملي بېرغ» او «ملي سرود» سخت بندیزونه ولګول.

د راپورونو له مخې؛ طالبانو د ملي بېرغ په سر لسګونه ځوانان ونیول، شکنجه کړل او ان د واک په لومړیو ورځو کې یې ځینې ووژل.

نور خبرونه

رادیو