د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې تېر کال یې ۲،۴ میلیونه هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي. د دې ادارې مشر ویلي چې تېرکال په کابل، بلخ، هرات او ننګرهار ولايتونو او دریو هېوادونو کې د اسان خدمت څانګې پرانيستل شوې دي.
دا څرګندونې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشر عبدالقاهر حاجي ادریس د دې ډلې د ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې کړې دي.