د مالیزیا د سرحدي کنټرول او ساتنې ادارې اعلان کړی چې په کوالالامپور هوايي ډګر کې یې څلور تنه افغانان د جعلي ویزو د کارونې له امله نیولي دي. دا په روانه میاشت کې دویم ځل دی، چې افغانان په مالیزیا کې د جعلي ویزو په تور نیول کیږي.
د مالیزیا د ملي خبري اژانس د رپوټ له مخې، یو نارینه او درې ښځې د اماراتو له لارې له دوبۍ نه مالیزیا ته راورسېدل، خو د کډوالۍ د کنټرول له ځایونو له تېرېدو پرته یې څو ورځې د هوايي ډګر د ترانزیټ په ساحه کې تېرې کړې.
یاد دولتي اژانس ویلي چې تر لا زیاتو پلټنو وروسته دا څرګنده شوې چې ددوی ویزې جعلي وې.
دغو کسانو ویلي چې یادې ویزې یې د یوه منځګړي له لارې ترلاسه کړې وې، چې ادعا یې کوله اسناد له ازبکستان نه صادر شوي دي. خو د مالیزیا سرحدي چارواکو ویلي چې یادو مسافرو هېڅ د ازبکستان د سفر سابقه نه درلوده.
چارواکو ویلي چې دغو کسانو ته مالیزیا ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې او د هغوی د بېرته ستنولو پلان د جولای ۳۰مې نېټې لپاره ټاکل شوی دی.
دا په روانه میاشت کې په کوالالامپور هوايي ډګر کې دویمه ورته پېښه ده. تېره اونۍ هم اووه تنه افغانان، چې پنځه لویان او دوه ماشومان پکې شامل وو، د جعلي ویزو له امله مالیزیا ته له ننوتو منع کړل شول.
د مالیزیا چارواکي وايي، نورې پلټنې روانې دي چې دغو کسانو څرنګه جعلي ویزو ته لاسرسی پیدا کړی دی.