امرالله صالح: ملي بیرغ وکړای شول چې ملت تر یوه چتر لاندې راټول کړي

۴ ساعتونه مخکې

د مخکیني جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د افغانستان ملي بیرغ وکړای شول چې ملت تر یوه چتر لاندې راټول کړي او خلک په مستقیم ډول په واک کې برخه واخلي.

صالح د ملي بیرغ ورځې په تړاو ویلي، چې د دغه بیرغ تر سیوري لاندې په واک کې له کليو تر مرکزونو د خلکو ونډه روښانه شوه.

د وروستي جمهوریت د ولسمشر پخوانی مرستیال امرالله صالح نن د زمري ۷مه پر خپل اېکس ولیکل، چې ملي بیرغ له کلیو څخه تر مرکز پورې، په واک کې د خلکو ونډه او رول تعریف او روښانه کړل.

صالح د ملي بیرغ د ورځې په تړاو ویلي، چې «د دغه بیرغ د دفاع لپاره موږ خپل یو شمیر عزیزان له لاسه ورکړل او موږ د دوی قبرونه په دې بیرغ سره ښکلي کړل.»

صالح په دې باور دی، چې د افغانستان په ملي بیرغ سره د هیواد عزت او ویاړ راڅرګند شو.

نوموړی وايي، « دا زما لپاره د افغانستان بیرغ دی، زموږ ویاړلی ملي بیرغ دی، د توحید کلمه پکې لیکل شوې، نو سپېڅلی بیرغ دی».

طالبانو په خپل بیا ځلي راتګ سره د افغانستان ملي بیرغ څنډې ته کړ او پرځای یې د خپلې ډلې بیرغ هسک کړ.

(د زمري ۷مه) چې هرکال د افغانستان د ملي بېرغ ورځې په توګه نمانځل کېږي، سږکال هم ګڼو افغانانو په خواله رسنیو کې د ملي بېرغ په انځورونو، لیکنو او ویډیو پیغامونو نمانځلې ده.

نور خبرونه

رادیو