اتمر: د ملي بیرغ بیا پورته کېدل د مشروع نظام لپاره د خلکو د مبارزو په مرام بدل شوی

۱۹ ساعتونه مخکې

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت مبارکۍ ترڅنګ وايي، چې دا بیرغ د ازادۍ، تاریخي مبارزو او قربانیو سمبول او د ملي هویت او وقار نښه ده.

محمد حنیف اتمر نن د زمري۷مه په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ملي بیرغ بیاځل رپېدل د خلکو مشروع نظام جوړېدو، ټولنیز عدالت ټینګښت او تلپاتې سولې د راوستلو لپاره د مبارزې اصلي موخه ګرځېدلې ده.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، درې رنګه ملي بیرغ په رسمي توګه لرې کړل شوی او پر ځای یې د دې ډلې سپین بیرغ درول شوی، خو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت افغانان، همداراز په کور دننه ګڼ شمېر هېوادوال لا هم دغه بیرغ ته د هویت، ازادۍ، قربانۍ او یووالي نښه وایي.

نن د زمري اوومې په مناسبت ګڼ شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو د درې رنګه ملي بیرغ اړوند انځورونه، شعرونه او یادښتونه خپاره کړي دي.

نور خبرونه

رادیو