د تورو ښیښو ضد کمپاین؛ په ننګرهار کې خلک د طالبانو له پلټن‌ځایونو شکایت کوي

پرون

په ننګرهار کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت د موټرو د تورو ښیښو د سپینولو کمپاین پیل کړی، خو ځايي اوسېدونکي له پلټن‌ځایونو، د ګرځند ټیلیفونونو له پلټنې او له خلکو سره د طالبانو له چلنده شکایت کوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت اړوند پولیسو د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ پر اوومه، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د موټرو د تورو ښیښو د سپینولو کمپاین پیل کړی.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې دا لړۍ د ښاري نظم، ښکلا او د غیرقانوني کړنو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي، چې په ټول هېواد کې به وخت ناوخت دوام ومومي.

قانع زیاته کړې: « دغه اقدام به د ټولنې لپاره مثبت بدلون رامنځته کړي او د قانون حاکمیت به پیاوړی کړي، څو خلک په امن، ډاډ او اطمینان سره خپلې ورځنۍ چارې پر مخ یوسي».

خو د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې پر سړکونو د طالبانو چیک پواینټونو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د چپرهار ولسوالۍ یو اوسېدونکی وایي: «موږ هره ورځ له چیک‌پوانټونو تېرېږو، زموږ موبایلونه پلټل کېږي، پوښتنې کېږي، او کله کله له سپکو سپورو سره هم مخ کېږو».

یو شمېر خلک په دغو پلټنځایونو کې له امنیتي اړخه ځانونه خوندي نه ګڼي.

د کونړ ولایت یو تن اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زموږ خلک چې ننګرهار ته راځي، په ځانګړي ډول د هغه سیمو خلک چې وهابیان پکې ډېر دي، چیک‌پوانټونو نو کې ځورول کیږي، خلک له موټرو ښکته کوي، پلټنې کوي او بد چلند ورسره کېږي».

په ننګرهار، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې طالبانو د امنیت په نامه چیک‌ پوانټونه جوړ کړي، چې له تېرو درېو کلونو راهیسې خلک ترې پرله‌پسې شکایتونه کوي.

پر دغو چیک پواینټونو ډېری وخت له ځوانانو ګرځند ټیلیفونونه اخېستل کیږي او پلټل کیږي، له موټرو سورلۍ ښکته کېدو ته اړ اېستل کیږي او یونیم ځل مسافر د هغوی د ږیرې او ویښتانو د سبک له امله ترټل کیږي.

نور خبرونه

رادیو