د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د احصایې معاونیت ویلي، چې په ۱۴۰۴کال کې د افغانستان نفوس ۳۶،۴ میلیونه تنه اټکل شوی دی. دغه اداره زیاتوي چې په دې ارقامو کې ۵۱سلنه نارینه او ۴۹سلنه یې ښځینه دي.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره دغه چارسمبالي د سې شنبې په ورځ (د زمري ۷مه) د یادې ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې په دې ارقامو کې ۱،۵میلیون تنه کوچیان جوړوي.
دغه اداره وایي چې کابل ولایت د ۶،۱ میلیون تنو په درلودو تر ټولو زیات او نورستان په ۱۷۸ زره تنو سره تر ټولو کم نفوس لري.