اشرف غني: ملي بیرغ د افغانانو د یووالي او اتحاد سمبول دی

پرون

د تېر جمهوري نظام وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ ورځې په مناسبت افغانانو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې دغه بیرغ د افغان ملت د یووالي، خواخوږۍ او اتحاد ملي نښه ده.

اشرف غني د سې شنبې په ورځ، د زمري پر اوومه پر خپل اېکس ولیکل، «د زمري اوومه، د ملي بیرغ ورځ دې نېکمرغه وي. بیرغ د ټولو افغانانو د یووالي، خواخوږۍ او اتحاد ملي سمبول دی».

په ورته وخت کې د افغانستان د شل اورېزه کرېکټ لوبډلمشر راشد خان چې اوس په افغانستان کې دی هم د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت له درې رنګه بېرغ سره پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې «د ملي بیرغ ورځ».

د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي لیکلي: «تر څو چې پاتې یو افغان وي، تل به دا افغانستان وي. ملي بیرغ د افغانانو د ازادۍ سمبول دی».

په ورته وخت کې، د پخواني حکومت د خوست والي حلیم فدایي له پخواني ولسمشر اشرف غني نه په ایکس مننه کړې او لیکلي یې دي: «ډېره مننه، ولسمشره! د زمري ۷مه د ملي بیرغ د ورځې په نوم نومول ستاسو د ملي روایت لوی ایجاد دی چې سنجیده او ملي افغانان ددې په اهمیت ډېر ښه پوهېږي».

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، درې رنګه ملي بیرغ په رسمي توګه لرې کړل شوی او پر ځای یې د دې ډلې سپین بیرغ درول شوی، خو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت افغانان، همداراز په کور دننه ګڼ شمېر هېوادوال لا هم دغه بیرغ ته د هویت، ازادۍ، قربانۍ او یووالي نښه وایي.

نن د زمري اوومې په مناسبت ګڼ شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو د درې رنګه ملي بیرغ اړوند انځورونه، شعرونه او یادښتونه خپاره کړي دي.

نور خبرونه

رادیو