د افغان خبریالانو فدراسیون: د طالبانو له‌خوا د خبریالانو نیونه د «بیان ازادۍ» خلاف کړنه ده

۸ ساعتونه مخکې

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون (FAJE) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو د استخباراتو له لوري د ۷ افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو نیونه د «بیان ازادۍ» خلاف کړنه بللې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې « دغه خبریالان له قانوني لاملونو پرته نیول شوي دي.»

دغه فدراسیون له طالبانو غوښتي دي، چې نیول شوي کسان له کوم قید او شرط پرته ژر تر ژره خوشې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو په زور له نیول شویو کسانو اقرار اخیستی چې ګواګې له بهرنیو رسنیو سره همکاري کوي.

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان خبریالانو پر وړاندې دې د طالبانو چلند جدي وڅاري او د کېدونکو سرغړونو له کبله پر طالبانو فشار راوړي؛ څو د بیان ازادۍ ته درناوی وشي.

د راپورونو له مخې؛ د روانې (زمري میاشتې په ۲مه نېټه) یو خبریال او دوه رسنیز فعالان د «نجونو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو جوړولو» په تور نیول شوي او د طالبانو استخباراتو ته د څېړونو لپاره لېږل شوي دي.

همداراز په همدې ورځ د کابل په ۳مه ناحیه کې یو بل کس چې له بهرنیو رسنیو سره یې تخنیکي همکاري لرله؛ د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی.

په ورته وخت کې (د چنګاښ په ۱۶مه) یو سیمه‌‌ییز خبریال د طالبانو له لوري نیول شوی و او (د چنګاښ په ۲۴مه) د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف کارکوونکو د کابل ښار د یوه رسنیز شرکت «پېکسل» دفتر ته ورننوتل، د شرکت مشر او مرستیال یې ونیول کمرې، کمپیوټرونه او نور تجهیزات یې هم ضبط کړل.

نور خبرونه

رادیو