په غزني کې د طالبانو ځايي مسوولان وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنه مړه شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په غزني کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس محمد زرک ځیرک وايي، چې په ټپیانو کې د پنځو تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د محلي سرچینو په وینا، دا پېښه نن ماسپښین د قره باغ ولسوالۍ اړوند عسکر کوټ سیمه کې د کابل- کندهار پر لویه لاره د ۵۸۰ ډوله او ټیلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.