اوچا: د روان ۲۰۲۵کال له پیله تر یو نیم مېلیون ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۴ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» په تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۵ کال له پیله (د جولای تر ۱۹مې نیټې) له ایران او پاکستانه څه باندې ۱.۵ مېلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه دفتر له لوري د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ څه باندې ۱۲ لکه کسان له ایران او درې لکه او ۴۰زره کسان له پاکستانه راستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې له ایرانه نږدې نیم مېلیون کسان یوازې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې افغانستان ته ستانه شوي دي.

اوچا وايي، که څه هم له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ یو څه سوکه شوې؛ خو ښايي له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په راتلونکې کې چټکه شي.

راپور زیاتوي، چې په پاکستان کې د پي او ار کارت لرونکو افغانانو د اوسېدو مودې نه غځېدو له امله له دغه هېواده د راستنېدونکو کډوالو شمېر به زیاتوالی ومومي.

دا مهال ۱.۴ مېلیونه افغان کډوال په پاکستان کې د پي او ار کارتونه لري، چې د پاکستان حکومت یې د اوسېدو موده نه غځوي او دوی باید بېرته افغانستان ته ستانه شي.

نور خبرونه

رادیو