د افغانستان د بشري حقونو د پخواني کمېسیون مشره شهرزاد اکبر د طالبانو له لوري د خبریالانو د نیولو او بندي کولو په غبرګون وایي، چې یوازې ظالمان، فاسدان او ځپونکي له ازادو رسنیو او د رسنیو له ازادیو وېرېږي.
نوموړې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۶مه) په خپل اېکس کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د هغه وروستي راپور په تړاو چې په تېرو درېیو اوونیو کې یې د طالبانو له خوا د اوو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو خبر ورکړی، په غبرګون ویلي، هغه حاکمیت چې پر فساد او ځپلو ولاړ وي، له شک پرته چې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي مخه نیسي.
د نوموړې په خبره: «یوازې ظالمان، فاسدان او ځپونکي له ازادو رسنیو او د رسنیو له ازادۍ وېرېږي. هغه واکمني چې پر فساد او زور تکیه لري، طبیعي ده چې غواړي د خلکو لاس له معلوماتو لنډ او غږ یې په ستوني کې چوپ کړي.»
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې په تېرو درېیو اونیو کې د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف ځواکونو لږ تر لږه اووه خبریالان او د رسنیو فعالین په کابل او یوه بل ولایت کې نیولي دي.
د دې مرکز په وینا، دا مهال شاوخوا ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو په بند کې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د نویو نیونو له لړۍ څخه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې دغه کسان بې له قید او شرطه خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلنی راپور ویلي و، طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې هم د رسنیو د ځپلو لړۍ روانه ساتلې وه. دغه مرکز د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت کړې دي، چې ۱۳۰ یې د ګواښ او ۵۱ یې د خبریالانو د نیولو دي.
د دوی د مالوماتو له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چې د رسنيو اصلي مرجع بلل کيږي، بې صلاحیته شوی او پر ځای یې د طالبانو امربالمعروف او استخبارات پر رسنيو سخت بنديزونه لګوي.
د خبریالانو ملاتړې ادارې په دې باور دی، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د سختو بندیزونو لګول، د ښځو لپاره اضافي محدودیتونه او د خبریالانو ګواښل د مطبوعاتي ازادۍ د له منځه تللو ښکارندويي کوي.