د طالبانو مشر: په تېرو شلو کلونو کې د اسلام د له‌منځه وړلو هڅو ته ډېر مال او زور وکارول شو

۱۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو مشر د هرات له دیني عالمانو سره په لېدنه کې اندېښه ښودلې، چې ځیني ډلې د طالبانو د رژیم د کمزوري کېدو هڅې کوي.
ملا هبت الله اخوندزاده ویلي، دغه ډلې غواړي د علماوو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي، تبلیغات وکړي او خلک پر علماوو بې‌باوره کړي.

نوموړي بیا هېڅ یوې ډلې ته په مشخص ډول اشاره نه ده کړې.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمد الله فطرت د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د هرات او د همدغه ولایت د شینډنډ ولسوالۍ له دیني عالمانو سره په ناسته کې پر دې ټینګار کړی، چې خلک مکلف دي څو د دیني عالمانو اطاعت وکړي او د عالمانو محاسبه یوازې د الله سره ده.
هبت الله ویلي: «علماء د دين په ساتنه مکلف دي، الله پاک علماء کرام مسوول کړي دي په حاکمانو او سلاطینو باندې او خلک مکلف دي چې د علماء کرامو اطاعت وکړي او د علماء کرامو محاسبه د الله پاک سره ده، د علماوو ذمه وارې او منصب ډېر دروند دی او حساب یې ګران دی.»
که څه هم د طالبانو مشر د کوم هېواد د نوم یادونه نه ده کړې، خو ادعا یې کړې چې په تېرو شلو کلونو کې د اسلام د له منځه وړلو لپاره ډېر مال، زور او پیسې کارول شوي دي او د خلکو په منځ کې یې د ریعت احساسات، اسلامي فکر، تقوا دینداري او ایمانداري ټول بدل کړي وو.
نوموړي زیاته کړې: «پر مدارسو او علماء کرامو چاپې وهل کېدې او د ختمولو لپاره یې هڅې روانې روانې وې او د فحاشۍ لپاره یې لارې خلاصولې، په تېرو شلو کلو کې لکه څنګه چې د افغانانو کورونه، جایدادونه، او ښارونه خراب او ویجاړ شول، همدارنګه د افغانانو معنویات هم خراب او ویجاړ شول.»
د طالبانو مشر ویلي، چې ځینې کسان هڅه کوي د دې ډلې رژیم کمزوری کړي، د علماوو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي، تبلیغات وکړي او خلک له علماوو بې‌باوره کړي او پر دیني طبقه داغ واچوي.
د نوموړي دا وروستۍ څرګندونې دا اندېښنه راپورته کوي، چې د طالبانو تر واک لاندې د دیني واکمنو او د هغوی د پرېکړو پر وړاندې نه یوازې انتقاد، بلکې پوښتنه هم «ناجایزه» ګڼل کېدای شي
د حقوقو یو افغان کارپوه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي: «دا څرګندونې چې د علماوو حساب یوازې د الله سره دی، که د اخرت له زاویې وکتل شي، سمه ده؛ خو د دنیا ژوند، د خلکو حقونه او د حکومتدارۍ بنسټونه د ځواب ویلو اصول غواړي. دا نه یوازې دیني بلکې انساني اړتیا هم ده.»
د طالبانو د مشر دا دریځ په داسې مهال څرګندېږي، چې لا هم د افغانستان خلکو ته د پرېکړې حق نه دی ورکړل شوی، د بیان ازادي محدوده ده او د دیني، قومي او مدني اقشارو پر فعالیتونو کلک بندیزونه لګول شوي دي.
له همدې امله، دا ډول خبرې د خلکو تر منځ دا تصور پیاوړی کوي، چې دیني طبقه نه یوازې له خلکو پورته ګڼل کېږي، بلکې هېڅ ډول قانوني یا ولسي محاسبه نه قبلوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخوندزاده څه موده مخکې هم ویلي و، چې کفارو د افغانستان په پوځي جګړه کې تر ماتې وروسته اوس تبلیعاتي جګړه پیل کړې ده. هغه دا رنګه خلک د دغې جګړې پر وړاندې ګډې مبارزې ته هم بللې و.

نور خبرونه

رادیو