مجاهد: افغانستان له ټولو هېوادونو سره مستقیم دریځ لري او هېڅ فشار ته نه دی تسلیم شوی

۱۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو ویاند له یوې راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې د دوی تر واک لاندې افغانستان له ټولو هېوادونو سره مستقیم دریځ خپل کړی او هېڅ فشار ته نه دی تسلیم شوی.

ذبیح‌الله مجاهد وایي، د ملګرو ملتونو سازمان د ځینو هېوادونو تر اغېز لاندې دی او دوی ته د څوکۍ نه ورکول یې «شرم» بللی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ (د زمري ۷مه) له یوې ځايي رسنۍ سره په مرکه کې د خپلې څلور کلنې واکمنۍ د لاسته راوړنو په ترڅ کې ویلي، چې له ډېرو هېوادونو سره تعامل روان دی او امریکا ته یې هم د دوه اړخیزو او مثبتو اړیکو پیغامونه استولي دي.

نوموړی پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، وایي چې ځینې هېوادونه د شخصي عقدو له مخې د دوی رسمیت پېژندنه ځنډولې او «هیله لري چې اسلامي امارت انزوا ته ولاړ شي.»

هغه زیاته کړې: «په پیل کې رسمیت ورنکړل شو، سفارتونه وتړل شول او ګڼو هېوادونو د بندیزونو لاره خپله کړه، خو زموږ ډیپلوماتیکې هڅې د سیمې، نړۍ او اسلامي هېوادونو سره اړیکې پراخې کړې او ډېر هېوادونه مو قانع کړل.»

مجاهد وايي، چې دا مهال يې تر ۴۰ زيات سیاسي استازولۍ فعاله دي او په ټولو سيمو کې يې مستقيم دريځ ساتلی دی.

د طالبانو ویاند د ملګرو ملتونو سازمان د ځينو هېوادونو تر اغېز لاندې وباله او زياته یې کړه: «د دغه سازمان پرېکړې د ځينو هېوادونو تر تاثیر لاندې دي، د بې طرفۍ توقع نه لرو، هغه شخص چې د افغانستان په استازولۍ خبرې کوي، بې واکه او بې صلاحیته دی، دا د دغه سازمان لپاره د شرم خبره ده، د افغانستان څوکۍ باید د افغانانو استازې ته ورکړي.»

د مجاهد په خبره، په سيمه او نړۍ کې د افغانستان په اړه غونډې چې دوی په کې ګډون نه لرې بې پايلې دي.

هغه زياته کړې، چې د طالبانو امنيتي ادارو «د داعش او فساد جوړونکو ځالې او فعالیتونه» له منځه وړي او «د دوښمن پلانونه» يې شنډ کړې دي.

مجاهد وايي، چې په امنيتي لیکو کې يې ۸۰ سلنه تصفيه بشپړه کړې او لا هم روانه ده، چې مثبته پایله يې ورکړې.

د طالبانو ویاند په تېرو څلورو کلونو کې له کورنیو منابعو څخه ګټه اخیستل خپله ستره لاسته‌راوړنه بللې او ویلي یې دي، چې صنعت، سوداګرۍ، کورني تولیدات او پر ځان بسیا کېدل تر هر بل وخت زیات شوي دي.

د نوموړي په وینا: «موږ ۷۰ سلنه بودیجه له خپلو منابعو تر لاسه کوو، په صنعتي برخه کې په هرات کې د ۲۰۰ فابريکو شمېر ۶ زرو ته لوړ شوی او تر یو نیم لک زيات کسان کار کوي، د کانونو په برخه کې خلک په کار بوخت دي، ښارونو مثبت تغيیر کړی او ډېري لويې پروژې لا هم تر کار لاندې دي.»

نوموړي د کډوالو په برخه کې پر ګاونډيو هېوادونو غږ وکړ، چې دغه پروسه د بشري حقونو په پام کې نیولو سره د يوه پلان له مخې تر سره کړي.

د هغه په خبره، د کډوالو د راتګ په برخه کې د نړۍوالو مرستې کمې او د سوداګرو لاسنیوی زيات شوی دی.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو حکومت له تېرو څلورو کلونو راهیسې له روسیې پرته د نړۍ د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

له دې سره، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بېکارۍ کچه لوړه شوې او خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

نور خبرونه

رادیو