په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د نیولو دوام؛ نن یو وار بیا ځیني افغانان نیول شوي

۵ ورځې مخکې

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د نیول‌کېدو پر دوام، پاکستاني پولیسو نن یک‌شنبه (زمري ۵مه) یو وار بیا ځیني افغانان نیولي او له ځان سره یې بېولي دي.

د اسلام اباد د بي‌۱۷ ښارګوټي ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشل-پښتو ته ویلي چې پولیس نن سهار د دوی ښارګوټي ته ورغلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ځینې کورنۍ له ځان سره بېولي دي.

دوی وايي، اوس چې کابو ټول افغانان په دغه ښار ګوټې کې د ویزو د نه تمدید له کبله ویزې نه‌لري، نو هره شېبه د پولیسو له لوري د نیولو له ګواښ سره مخامخ دي.

د یاد ښارګوټې یوې اوسېدونکې مرسل «مستعارنوم» په دې اړه وايي: «د سهار چای لپاره کور کې ناست وو چې د پولیسو د راتګ اوازه شوه، که څه هم زموږ پلازې ته رانغلل، خو زموږ د څنګ له پلازې یې څو کورنۍ چې ښځې او ماشومان هم په‌کې وو، له ځان سره حاجي ته کمپ یوړې.»

په اسلام‌اباد کې د افغانانو شورا هم مني چې پولیس له تیرو ۱۱ ورځو راهیسې د دغه ښار په افغان مېشتو سیمو کې ګڼ افغانان نیولي دي.

په ورته وخت کې د پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو ځینې ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې ماشومان د خپلو مېندو او د کورنیو د غړو د نیولو له کبله پولیسو ته ژاړي او زارۍ ورته کوي، خو دوی یې په کیسه کې نه دي.

له تېرو څه باندې درېیو اوونیو راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ویزو د تمدید لړۍ په ټپه درېدلې او ورسره هم‌هاله د پولیسو چانړیزو عملیاتو هم زور اخیستی دی.

نور خبرونه

رادیو