په ایران کې یوه افغانه مېرمن او د هغې درې ماشومان په مرموز ډول وژل شوي

۴ ساعتونه مخکې

ایرانۍ رسنۍ وايي چې د تهران په سوېل کې د یوې ځوانې افغانې مېرمنې او هغې د درېیو ماشومانو مړي موندل شوي دي. صراط نیوز وېب‌پاڼې لیکلي چې مېرمن په چړو وژل شوې او د هغې درې ماشومان زندۍ شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د تهران په سوېل کې له مرتضی ګرد سیمې څخه یوې ایرانۍ مېرمنې پولیسو ته زنګ وهلی او خبر یې ورکړی چې ګاونډي یې له څو ورځو راهیسې نه‌ښکاري او له کور څخه یې بد بوی راځي. کله چې پولیس کور ته ورغلي، د یوې مېرمنې او درېیو ماشومانو مړي یې موندلي چې په وینو ککړ وو.

د مېرمنې عمر ۲۵ کاله او درېیو ماشومانو عمرونه یو کال، دوه کاله او پنځه کاله ښودل شوي دي.

ایراني پولیسو وايي چې مړي یې د څېړنو لپاره عدلي طب څانګې ته وړي او تر دې دمه د پېښې لامل څرګند نه‌دی.

رسنیو ویلي چې د دې مېرمنې خاوند تر دې پېښې وړاندې افغانستان ته تللی، خو معلومه نه ده چې هغه په خپله خوښه خپل هېواد ته تللی او که د ایران حکومت په زور شړلی دی.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونو او مرموزو وژنو په اړه راپورونه خپاره شوي. څه موده مخکې په ایران کې د یوې ځوانې افغانې نجلۍ ټوک-ټوک بدن په خځلو کې موندل شوی و.

نور خبرونه

رادیو