په قرغېزستان کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی چې د دغې ډلې سفیر په بشکیک د قطر له سفیر سره په ناسته کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت، اقتصاد او له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل سربېره د رسمیت پېژندنې پر بهیر خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې طالب سفیر عبدالشکور حقاني په دې ناسته کې له ګوانتنامو زندان نه د دغې ډلې د بندیانو پر راخوشې کېدو، قطر کې د سیاسي دفتر ورکړې او تازه یو شمېر افغان کارګرانو ته د فرصتونو له برابرېدو د دوحې له ملاتړه خوښي ښودلې ده. د طالبانو سفیر په دې ناسته کې همداراز ویلي چې اسلامي هېوادونه باید د غزې د مسلمانانو پر وړاندې د روان جګړو خلاف یو شي.
که څه هم قطر د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني، خو ډېری افغان سیاسیون په دې باور دي چې له دې ډلې سره ډېره خواخوږي لري او ان د دوحې مذاکراتو کې یې د مخکني جمهوري نظام پر مهال د طالبانو ملاتړ کاوه. دوحه د طالبانو او امریکا ترمنځ مهم منځګړی هېواد بلل کېږي.
تازه یو شمېر غربي هېوادونو سره هم د طالبانو تعامل د قطر حکومت له لوري رامنځته شوی او پر کابل واکمنې ډلې دې وروستیو کې له دوحې مننه وکړه چې له جرمني سره یې د دوی په خبرو اترو او ان د ډېپلوماټانو منلو کې مهم رول درلود.
باورونه دا دي چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د مخکېني جمهوري نظام پرځېدو ته سیاسي لارې چارې برابرې کړې او له همدې امله په لوی لاس طالبان یو ځل بیا پر کابل واکمن کړای شول.